د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د پاکستان د دفاعي چارو ٤ ورځنی نړيوال نندارتون د نومبر په ٢٢مه نېټه د پاکستان په کراچي ښار کې پرانيستل شو.د چين د پوځ سوداګرۍ د ٩ شرکتونو له خوا جوړ شوی چيني پلاوی په همدې ورځ په نندارتون کې ګډون درلود.
د خبر له مخې،د چين د نندارتون ځای پراخوالی ٨٤٤ مربع مترو ته رسېږي.په نندارتون کې د پوځي الوتکو،د توغنديو سيسټم،تانکونو او د جنګي بيړيو په شمول د چين پرمختللي پوځي توليدات نندارچيانو ته ښودل شوي چې د پاکستان او د نورو هېوادونو د سوداګرانو پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.د چين اړوند شرکتونه به د نندارتون په ترڅ کې له نورو هېوادونو او سيمو سره د پوځي سوداګرۍ په اړه خبرې اترې وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |