CRI Online

په لاتيني امريکا کې د کنفوسيوس پوهنځي مرکز : له چيلي څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنې له امله له چين سره د مينې توده څپه پورته شوې

cri     (GMT+08:00) 2016-11-23 16:51:46

په ٢٠٠٤ کال کې د کنفوسيوسو لومړی پوهنځی د جنوبي کوريا په سيول کې جوړ شو او اوس د نړۍ په ١٢٥ هېوادونو او سيمو کې د کنفوسيوس پوهنځیو شمېر ٥٠٠ ته رسيدلی دی. کنفوسيوس پوهنځی نه يوازې بهرنيانو ته د چيني ژبې مسلکي کورسونه ، بلکې د چيني کلتور د خپرولو او د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د کلتوري راشې درشې لپاره فرصتونه هم برابروي. له چيلي څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له ليدنې مخکې،په لاتينې امريکا کې د کنفوسيوس پوهنځي د مرکز مسئول زموږ د راډيو د خبريال سره د مرکې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې د ريئس شي دغه سفر د چين او لاتينې امريکا ترمنځ د کولتوري تبادلې د پياوړتيا سبب وګرځي څو چې په لاتينې امريکا کې له چين سره د مينې توده څپه راپورته شي .

د لاتينې امريکا او کارابين سيمې له چين څخه ډېرې لېرې پرتې دي چې له امله په دې سيمه کې د چيني ژبې ښوونه او د چيني کولتوري خپرونه ناوخته پيل شوې ده ، خو په وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ د يو لړ فورمونو او د همکاريز چوکات د جوړېدو له کبله دوه اړخيزې همکارۍ نژدې شوې او زيات کنفوسيوس پوهنځي جوړ شوي دي . د ياد مرکز مرستيال سون شين تانګ وويل :

((ويل کېږي چې په تېرو دوو کلونو کې د لاتينې امريکا او کاربين سيمې کې د کنفوسيوس پوهنځیو د جوړېدو سرعت ډير چټک و په بله ژبه ددې سيمې په شلو هېوادونو کې ٣٩ کانفوسيوس پوهنځي او ١٩ درسي کوټې جوړې شوي او ثبت شوي زده کوونکي يې هم ډيريږي ، دغه راز د چيني کولتور د خپرولو کيفي او عددي کچه هم لوړه شوې ده.))

د تېر اپرېل څخه تر اکتوبر پورې د ياد مرکز په بلنه يوولس چيني ليکوالو ، شاعرانو او ډرامه ليکونکو په ارجنتاين ، چيلي ، پيرو او مکسيکو کې د کولتوري تبادلې په يو لړ فعاليتونو کې ګډون کړی دي ، د بېلګې په توګه يوه چيني ډرامه چې نوم يې بې انضباطه وګړي دی او په هسپانوي ژبه ترجمه شوې، په پيرو کې ديرش ځله ښودل شوې ده، په دې نسبت د ياد مرکز مشر روبرت لافينتان وويل :

(( د لاتينې امريکا په سيمه کې د چيني ليکوالو لخوا چاپ شوي کتابونه ډير کم و او له لاتينې امريکا څخه د چيني ليکوالو د سفرونو له لارې ددوي شهرت هم لوړ شوی دی .))

د روانې مياشتې په يو ويشتمه نېټه ريئس شي او ميرمن يې د پيرو په مرکز ليما کې د چين او لاتينې امريکا ترمنځ د کولتوري کال د پاي په مراسمو کې حاضر وو چې له امله دغه نندارتون چې څو مياشتې يې دوام درلود او د سيمې په ديرشو هېوادونو کې جوړ شوی ، پای ته ورسيد او شک نه لري چې له چيني ژبې او کولتور سره د مينې توده څپه رامنځته شوې ده ، خو د چين او لاتينې امريکا ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا سره سم د پخوا په پرتله په دغه توده څپه کې ځينې نوي بدلونونه هم راپيدا شوي دي . ښاغلي سون وويل چې پخوا د لاتينې امريکا وګړو د چيني ګون فو او چيني خوړو سره مينه درلوده ، خو نن ورځ دوي غواړي د چيني کولتور په هکله نور زيات مالومات لاس ته راوړي . ددې بدلونونو د رامنځه کېدو درې علتونه دا دي .

(( لومړی دا چې چين واقعا لاتينې امريکا ته په درنه سترګه ګوري . ددې سيمې وګړي د چيني کولتور په هکله کم مالومات لري ، نو د لوړپوړيوچارواکو کوششونه ډير مهم دي . دوهم دا چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پياوړتيا سره سم له چين سره د علاقه مندو او د چيني ژبې زده کوونکو شمير ډير زيات شوی دی . درېيم دا چې د چيني کولتور اغيزې ډېرې او ځواکمنې دي . ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای