CRI Online

د پاکستان صدراعظم د هندي پوځ غندنه وکړه چې په کشمير کې د بريد له امله ١٠ تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-11-24 09:44:16

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د پاکستان صدراعظم نواز شريف د نومبر په ٢٣مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هند د ځواکونو غندنه وکړه چې په همدې ورځ د کشمير په سيمه کې يې په بې دليله ډول په ډزو پر پاکستاني وګړيو بريد وکړ چې له امله يې ١٠ تنه عام وګړي او عسکر وژل شوي دي.

بر سېره پر دې،د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په دغه هېواد کې د هند لوړ کمېشنر راوغوښت او د همدې ورځې د بريد په اړه يې ورته احتجاج څرګند کړ او له هند څخه يې غوښتنه وکړه چې په ٢٠٠٣ کال کې د دواړو هېوادونو له خوا لاسليک شوی د اوربند موافقه ليک پلی کړي.

په وروستيو ورځو کې د کشمير مسئلې له امله د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې لاترينګلی شوې او د کشمير د واقعي کنترولېدونکې کرښې په شاوخوا سيمه کې بريدونه څو څو ځلې رامنځته شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای