CRI Online

په ٢٠١٥ کال کې د چين د پوهنې ملکيت حق د غوښتنليکونو شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-11-24 15:17:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان د نومبر په ٢٣مه نېټه په ژنيو کې د ٢٠١٦ کال لپاره د پوهني ملکيت حق د نړيوال ګراف په هکله يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په ٢٠١٥ کال کې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونوکې د جوړونکو له خوا وړاندی شوی د پوهنې ملکيت حق په اړه د غوښتنليکونو شمېر شاوخوا دوه مليونه او نهه لکو ته رسيدلی چې دغه شمېر د ٢٠١٤ کال په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه اته زيات شوی دی.په دې جمله کې د چين له خوا د وړاندې شويو همدغو غوښتنليکونو شمېر تر ټولو زيات دی.

ياد راپور د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان له خوا خپور شوی يو کلنی راپور دی او پکې په نړۍ کې په تېر يو کال کې د پوهنې ملکيت حق د غوښتنليکونو شمېر حسابيږي او تحليليږي.د پوهنې ملکيت حق په اړه غوښتنليکونه درې ډوله لري .د دې راپور له مخې په ٢٠١٥ کال کې په نړۍ کې د ځانګړی ملکيت حق په هکله د غوښتونکو له خوا د وړاندې شويو غوښتنليکونو شمېر دوه مليونه او نهه لکو ته رسيدلی چې دغه رقم د ٢٠١٤ کال په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه اته زيات شوی دی. دغه راز په همدې کال کې د توليداتو د سوداګريزو نښو په اړه د وړاندې شويو غوښتنليکونو شمېر شپږ مليونه و چې د وړم کال په پرتله په سلو کې ١٥ اعشاريه درې زيات شوی دی.په عين وخت کې د صنعتي توليداتو د نښو په هکله همدغه شمېر اته لکه او اويا زره و چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه درې زيات شوی دی.

د ياد سازمان عمومي مدير فرانسيس ګوري وويل چې د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي انډول په پرتله په نړۍ کې د پوهنې ملکيت حق د غوښتنليکونو شمېر د چټک زياتوالي په حال کې دي چې خوځنده ځواک يې چين دی. په ژنيو کې په يوه خبري ناسته کې ګوري څو څو ځله په دې برخه کې د چين کړنې وسيايلې او ويې ويل چې په دې برخه کې د چين د غوښتنليکونو شمېر بې ساری دی او د چين د ملکيت حق ادارې په نړۍ کې لومړی همداسې اداره ده چې په يو کال کې يې څه باندې يو مليون غوښتنليکونه منلي چې دغه شمېر به زيات شي.

هغه زياته کړه چې له دې امله چې د نړۍ په بېلا بېل هېوادونو کې تګلاره جوړونکي غوړي چې اقتصاد ته پرمختګ ور کړي، نو په ٢٠١٥ کال کې د پوهنې ملکيت حق په هکله د غوښتنليکونو شمېر په چټکۍ سره زيات شوی دی.په دې برخه کې د زياترو هېوادونو د کارونې انډول هم لوړ شوی چې دا ښکاره کوي چې د پوهنې د ملکيت حق د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې نور مهم رول لوبولی دی.

د دې راپور له مخې په ٢٠١٥ کال کې د ځانګړي ملکيت حق د غوښتنليکونو د وړاندې کولو په برخه کې د چين شمېر تر ټولو زيات دی چې له يو مليون څخه اوښتی دی. په دې برخه کې امريکا او جاپان تر چين وروسته پاتی دی.

د چين، جاپان او جنوبي کوريا د ځانګړي ملکيت حق په اړه غوښتنليکونه په عمده توګه له الکترونکي ماشينونو سره تړاو لري او د فرانسې او المان غوښتنليکونه له ترانسپورتي ساحې سره اړيکې لري.د امريکا او کاناډا ګڼ شمېر غوښتنليکونه له کمپيوټري تخنيکونو سره تړاو لري.

د غوښتنليکونو د وړاندې کوونکو په برخه کې له مخکنيو لسو مقامونو څخه شپږ جاپاني شرکتونه مخکښ دي.

په ٢٠١٥ کال کې په نړۍ کې د سوداګريزو نښو په اړه د غوښتنليکونو شمېر شپږ مليونه و چې په دې جمله کې د چين شمېر دوه مليونه اته لکه او دېرش زره و.دغه راز د صنعتي توليداتو د ډيزاين په هکله د غوښتنليکونو شمېر اته لکه او اويا زره و.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای