CRI Online

چين د کورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه قانون طرحه کړی او لازم تدابير يې نيولي دي.

cri     (GMT+08:00) 2016-11-25 14:48:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر ۲۵مه نېټه د کورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو له ورځې سره برابره ده. په چين کې د کورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو په اړه د قانون له خپرېدو وروسته، د ځينو ځايونو اړوندو ارګانونو سمدلاسه د دغه قانون د پلې کولو لپاره بشپړ تدبيرونه نيولي دي او نيسي يي. ياد قانون د سږ کال د مارچ په لومړۍ نېټه خپور شو او په رسمي توګه په کار شو. تر اوسه پورې د چين په اوولسو ولايتونو او ښارونو کې د دغه قانون د پلې کولو په هکله بشپړ نظام او لايحې طرحې شوې دي چې د اړوندو سندونو شمېر له سلو نه زيات دی. ځايي عام امنيت ساتونکو ارګانونو د ښځو او ماشومانو په وړاندې د زور زياتۍ قضيو د حلولو په وخت کې لومړی خاوندانو ته خبرداری ورکوي. د دې تر څنګ د اخطار ورکولو نظام او جريان يې هم داير کړی دی.

د جيانګ سو ولايت د نان جينګ ښار د عام امنيت ساتونکې ادارې مرستيال جيانګ پينګ د نومبر په ۲۵مه نېټه په يوه مباحثوي غونډه کې وويل، چې د اخطار ورکولو نظام په کور کې د تاوتريځوالي د له منځه وړلو، د ښځو او ماشومانو د امنيت د ساتلو، د کورنيو اړيکو د ښه والي او د ټولنې د همغږۍ د پياوړتيا لپاره مثبت رول لوبولی دی.

بر سېره پردې، د اتباعو د امنيت د ساتنې فرمان د کورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو د قانون د پلې کېدو په بهير کې يو مهم ټکی دی. په دغه قانون کې راغلي، کله چې کوم کس په کور کې د زورزياتي له ګواښ سره مخامخ وي، له محکمې څخه غوښتنه کولای شي چې د امنيت ساتنې فرمان پلی کړي. د دغه فرمان سره سم، عام امنيت ساتوونکی ارګانونه د زوز زياتي د مخنيوي اړوند تدابير نيولی شي. د چين د قوانينو ټولنې د کورنيو او ودونو د قوانينو مطالعاتي اکاډمۍ مرستيال لي مينګ شون په دې نظر دی چې دغه فرمان د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو نه وروسته د سزا ورکولو په موخه نه دی، د کورني تاوتريخوالي د رامنځته کېدو نه مخکې د خبردارۍ ورکولو او مخنيوي په موخه کارول کېږي. ده وويل،

د اتباعو د امنيت د ساتنې فرمان عمده رول د کورني تاوتريخوالي د رامنځته کېدو مخ نيوي او خبرداری دی. که کوم کس په کور کې د زور زياتي له ګواښ سره مخامخ دی، د دغه فرمان د پلې کولو غوښتنه کولای شي تر څو د کورني تاوتريخوالی مخه ونيول شي.

د چين د ښځو ټولنې مرستيالې سونګ شيو يان وويل، چې دغه ټولنه به په پر له پسې توګه د کورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو قانون د اطلاعاتو، د کورنيو اخلاقي سلوک او چلند د خپرېدو او د کورنيو شخړو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي. دې وويل،

د ښځو ټولنې تر کنترول لاندې د ليکونو کړکۍ، د ښځو کورنۍ، د يو دوه درې درې اته د خدمتي ټلفوني کرښې، د ښځو اواز په نوم د ټولنيزو شبکو صحنو په شمول د ارګانونو رول دې پياوړی شي. داسې ارګانونه بايد د شکايت د حلولو، د کورنيو شخړو د منځګړيتوب، قانوني مرستې، نفسی علاج او د بيوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې له ښځو او ماشومانو او هغو کورنيو سره لا زياتې مرستې وکړي، کوم چې مرستې ته اړتيا لري. دغه راز، اړوند ارګانونه بايد په انټرنيټي شبکو کې په کور کې د تاوتريخوالي په اړه خبرونو او پېښو ته پام وکړي، تر څو د ښځو او ماشومانو د حقه حقوقو د ساتنې کارونه پياوړې شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای