CRI Online

د با شان لون بېړۍ کې غونډه تر ٣١ کلونو وروسته بيا ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-01 15:19:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د اقتصاد او د نړيوالې همکارۍ کلنۍ غونډه او د با شان لون بېړۍ کې غونډه څو ورځې مخکې په بېجينګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې ګډون کوونکو کورنيو او بهرنيو کارپوهانو په اند، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز حياتي ځواک څرګند کړی او کوي يې، په تېره بيا په داسې حال کې چې د سوداګرۍ د ساتنې نظريه او د نړيوال کېدو ضد نظريه پياوړې شوې، د چين لخوا وړاندې شوی دغه وړانديز ستر اهميت لري.

٣١ کاله مخکې، ځينو کورنيو او بهرنيو مشهورو اقتصادي کارپوهانو د چين د يانګځه سيند د با شان لون بېړۍ کې يو اوونيز نړيوال سمينار ترسره کړی و. دغه سمينار د چين د اقتصاد له پلاني اقتصاد څخه بازاري اقتصاد ته د بدلون سر بلل کېږي. ٣١ کاله وروسته، د با شان لون بېړۍ کې غونډه بيا پيل شوه او لومړۍ موضوع يې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز په اړه و. ګډون کوونکو وويل، اوس دغه وړانديز حياتي ځواک څرګند کړی او تر لاسه شوي برياليتوبونه يې له ټاکلې نظريې څخه زيات دي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې د نړيوالې همکارۍ مرکز منشي څاو ون ليان خبريال ته وويل

((تر اوسه پورې تر سلو ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په پلان کې د ګډون هيله څرګنده کړې ده. چين د ورېښمو لارې پر غاړه له کابو ٥٠ هېوادونو سره د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه د حکومتونو تر منځ همکاريز تړونونه لاسليک کړي، د نړيوالې انرژۍ په برخه کې يې له څه دپاسه شلو هېوادونو سره يې منظمه همکاري ترسره کړې او کوي يې.))

د جنوبي کوريا د کيون شي پوهنتون د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو په اړه پروفيسر چو جايو وويل، د اسيا د پانګونې بانک او د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز د اقتصادي همکارۍ لپاره نوی حياتي ځواک دی. دا په دې بانک کې د جنوبي کوريا د ګډون لامل دی. ده وويل

((د منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو هغه وړانديزونه ، لکه چې د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاد جوړ شي، د ورېښمو نوې لاره جوړه شي او داسې نور، بايد دغه وړانديزونه سره يو ځای شي، نو د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز چې د چين لخوا وړاندې شوی، د انسانانو د برخليک اتحاد عملي کړي.))

کارپوهان په دې پوه شوي چې اوس د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز د نړيوال نظام د خنډ، د پيسو د راغونډولو ستونزې او د سيمه ييز وضعيت په شمول له ډېرو ننګونو سره مخ دی. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې د نړيوالې همکارۍ مرکز معين ليو جيان شينګ وويل، چين د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو پلان د عملي کولو په بهير کې بايد په عمده توګه مهمو هېوادونو، سيمو او پروژو ته پاملرنې وکړي او په پولي چارو کې دې نوښتي لارې چارې عملي کړي. هغه د چين د نړيوال پرمختګ ادارې د څېړلو او جوړولو غوښتنه وکړه. ده وويل

((موږ غوښتنه لرو چې د نړيوال پرمختګ د ادارې د څېړنې او ابادۍ بهير چټک شي چې د اړوندو مسلکي ارګان او وړکسانو له لارې په دننه کې د منځګړيتوب او له بهر سره د همغږۍ توان لوړ کړو. له مسلکي ارګان پرته، زموږ ډېرې ستراتيژۍ او پلانونه نه شي عملي کېدای. ))

کارپوهانو په دې سمينار کې دې ته اشاره وکړه، اوس بېلا بېلې خواوې بايد په نړۍ کې د نړيوال کېدو ضد ځينو عملياتو ته پاملرنه وکړي، برسيره پر دې، په وروستيو کلونو کې د نړيوال کېدو بهير ته په ښه سترګه نه کتل شوې چې له امله يې په ګرده نړۍ کې د اقتصاد سخت بحران او د بېوزلۍ او شتمنۍ تر منځ د توپير د زياتېدو په شمول يو لړ مسئلې رامنځته شوې. موږ بايد پر دغو مسئلو دوباره کتنه وکړو، دغه راز په داسې حال کې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز ستر اهميت ښکار کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای