د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د نومبر په ٢٨مه نېټه ترکمنستان او افغانستان د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمه کې د د اورګاډي پلټۍ د پرانيستلو مراسم تر سره کړل.د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ له ٤٦ واګونونو څخه جوړ اورګاډی چې په کې د اوړو او غنمونو په شمول مالونه بار وو،په همدې ورځ د ترکمنستان له اتاميرات ښار څخه د افغانستان اقينې په لور حرکت وکړ .
د ترکمنستان ولسمشر ګوربانګولي بيردی مهدوف او د افغانستان ولسمشر اشرف غني په همدې ورځ د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون درلود.ولسمشر ګوربانګولي بيردی مهدوف وويل چې دغه پلټۍ به د اروپا او اسيا ترمنځ د تړلو او د نړيوالې ټرافيکي لارې يوه برخه وګرځي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |