CRI Online

چين د مالکيت حق د ساتنې ميکانيزم د بشپړېدو لپاره يو سند خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-11-29 16:31:38
د چين حکومت د نومبر په ٢٧مه نېټه د مالکيت حق د ساتنې ميکانيزم د بشپړېدو په هکله يو سند خپور کړ او د قانون له مخې يې د ملکيت حق د ساتنې په هکله وړانديز وړاندی کړ. دا لومړی ځل دی چې د چين حکومت د مرکزي حکومت په نامه د مالکيت حق د ساتنې لپاره دغه سند خپور کړ او د چين په ټولنه کې د ملکيت حق د ساتنې په اړوند د ډېرو پاملرنې وړ مسئلو د حلولو لپاره يې لوری روښان کړ. د څيړونکو په اند د مالکيت حق د ساتنې ميکانيزم بشپړېدل به د چين پر اقتصادي او ټولنيز شکل بدلون باندې مهمې اغيزې وکړي.

په دغه سند کې د مالکيت حق د ساتنې په اړه د عصري ميکانيزم د بشپړېدو او د مالکيت حق د ساتنې قانون له مخې د اداره کولو په بهير کې اصول او دندې مشخصې شوې. سند پر دې ټينګار کوي چې عدالت د ملکيت حق د ساتنې ميکانيزم مرکزي اصول دی، د دولتي ملکيت او د غير دولتي مالکيت د اقتصاد او پانګې حق نه تيريدونکی دی. د مالکيت سيستم تحول د مختلفو شکلونو له مخې طرح شوی قوانين او مقررات به لغوه شي او د قانون سره سم د غير دولتي مالکيت پانګې د ساتنې اندازه به پياوړې شي.

د چين د اصلاحاتو او انکشاف د انسټيتيوټ مشر چی فو لين وويل دغه سند د اقتصاد او ټولنې د شکل په بدلون مهمې اغيزې کولی شي. (اواز)

موږ ټول په دې پوهېږو چې د ملکيت حق د عصري بازاري اقتصاد بنسټ دی، نو د مالکيت حق ساتنې په چارو کې د ميکانيزم او قانوني کېدل به د سرچينو په جوړښت کې د بازار اساسي رول، د ټولې ټولنې د فعاليت هڅونې او پر زياتو برخو مهمې اغيزې وکړي. د اقتصادی شکل د بدلون په تېره بيا د اقتصاد د کمزورتيا د فشارونو زياتوالي او د اقتصادی جوړښت د تنظيمولو په مهمه موده کې د دغه سند خپرول په بېلا بېلو ساحو کې د پانګونو په ځانګړې توګه د ټولنيزو سرمايو د پانګونو اټکل د لوړولو لپاره ګټور دی.

دغه سند د مالکيت حق ساتنې په اړوند لسو برخو کې دندې مشخصوي چې په عمده توګه د بېلا بېلو مالکيتونو د ملکيت حق ساتل شي، په برابره توګه د مالکيت حق د ساتنې قانوني ميکانيزم بشپړ شي او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې کارونه پياوړي شي. د بيجينګ پوهنتون د حقوقو پوهنځي پروفيسر چانګ پنګ وويل د مالکيت حق د ساتنې ميکانيزم بشپړول بايد د قانون له مخې په واقعی توګه تر سره شي. (اواز)

دا ډېره مهمه ده چې د قانون له مخې د مالکيت حق لرونکو کسانو قانوني ګټې ساتل کېږي او دا د قانون له مخې ساتنې اهميت ښکاره کوي. په بېلا بېلو برخو کې دې ځينو مالکيت حق د سپکه کولو عملونو مخنيوی وشي، مثلأ غير دولتي اقتصاد او شخصي اقتصاد ، بايد په واقعی ډول غير دولتي او شخصي اقتصاد او دولتي اقتصاد په همدی مقام کې شمېرل کېږي. پخواني قانوني مقررات بايد په بېلا بېلو برخو کې عملي شي او د ساتنې اړوند تدبيرونه دې غوره شي.

د چين د ادارې پوهنځي د ادارې قانون د څيړنيز مرکز منشې سونګ جی هونګ وايي د حکومت له خوا د ژمنې ميکانيزم د حکومت د عملونو د کنټرول او د خلکو د ګټو او حقوقو د ساتلو لپاره ستر اهميت لري. چين تل د مالکيت حق ساتنې ته پاملرنه کوي. په دې اړوند سونګ جی هونګ وويل(اواز)

د دغه سند له خپرېدو وروسته حکومت بايد هغه مهم کار تر سره کړي چې هغه ځيني پخواني مقررات ليري کړي چې غير دولتي اقتصاد کمزوري کولو او په نا برابره توګه د خلکو د حقوقو او ګټو د ساتنې برخې لري. تر څو د بېلا بېلو مالکيت سيستم تحول اقتصاد په عدلانه، ګډ او پرانيستې توګه په بازاري سيالې کې ګډون کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای