CRI Online

د اوپيک غونډه به ژر پرانيستل شي او د غړو هېوادونو په منځ کې توپيرونه لا هم شته

cri     (GMT+08:00) 2016-11-30 16:30:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نفتو د برابروونکو هېوادونو سازمان يعنې د اوپيک غونډه به د نومبر په ٣٠مه نېټه په ويانا کې پرانيستل شي. بېلا بېل غړي هېوادونه به د پيترولو د توليدي اندازې د کمښت په شمول د ځينو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړي چې د پيترولو د توليدي اندازې د کمولو په اړه د دې سازمان هغه تړون تاييد شي چې د تېر سپتمبر په ٢٨مه نېټه په ابتدايي توګه لاسليک شوی دی. اوس د دې سازمان غړي هېوادونه د پيترو د توليدي اندازې د کولو د شمېرې په هکله توپيرونه لري.

د روان کال په سپتمبر مياشت کې د اوپيک ١٤ غړو هېوادونو په الجزاير کې د نړيوالې انرژۍ فورم د سرمشريزې غونډې په موده کې غيررسمي غونډه ترسره کړه او پکې يې د پيترو د توليدي اندازې د کمولو په هکله يوه موافقه وکړه چې د اومو نفتو ورځنۍ توليدي اندازه له ٣٢ مليونو پنځه لکو بيلرو څخه تر ٣٣ مليونو پورې محدود وي. اړوند جزيايت به په ياده غونډه کې وټاکل شي. ور پسې د نفتو د بېلا بېلو لويو توليدوونکو هېوادونو مامورينو کله نا کله د نفتو د توليدي اندازې د کمولو په هکله ځينې خبرونه خپاره کړي او له امله يې د نفتو په بيه کې ناارامتيا رامنځته شوې. د اوپيک د لومړی لوی نفت توليدوونکی هېواد يعنې سعودي عربستان د انرژۍ، صنايعو او کاني سرچينو وزير خالد فاريح ويلي، سعودي عربستان به د نفتو بازار د ثبات ساتلو لپاره د اوپيک له غړو هېوادونو او نورو نفت توليدونکو هېوادونو سره يو ځای کوښښ وکړي. اټکل شوی چې اوپيک به د نفتو د توليدي اندازې په اړه يو نړيوال تړون لاسليک کړي.

خو له ټاکلې نظريې وتلی خبر دا و چې اوپيک پلان درلود د نومبر په ٢٨مه نېټه يوه غونډه جوړه کړي چې د نفتو د توليدي اندازې د کمولو د جزياتو په اړه خبرې اترې وشي. خو سعودي عربستان په دې غونډه کې ګډون رد کړی، نو دغه غونډه مجبورا لغوه شوې ده. د اړوند خبر له مخې، د سعودي عربستان د انرژۍ، صنايعو او کاني سرچينو وزير خالد فاريح وويل، د نفتو بازار پخپله د برابرۍ ساتلو توان لري. هغه د پيترولو د توليدي اندازې د کمولو تړون په هکله شک څرګند کړی. نو مالوم نه دی چې ايا دغه تړون به په رسمي توګه لاسليک شي که نه. څېړونکو دې ته اشاره وکړه، سعودي عربستان په ياده غونډه کې د نه ګډون لامل ښايي غواړي چې لومړی د اوپيک په دننه کې اړوند موافقه تر لاسه کړي.

د اوپيک يو اړوند استازي وويل، سعودي عربستان وړانديز کړی چې ايران د اوپيک د دوهم لوی نفت توليدوونکي هېواد په توګه، بايد د نفتو ورځنۍ توليدي اندازه تر ٣ مليونو ٧ لکو بليرو پورې محدود کړي، خو ايران هيله څرګنده کړې چې د نفتو ورځنۍ توليدي اندازه يې تر ٣ مليونو ٩ لکو او ٧٠ زرو بليرو پورې محدوده کړي. له دې څخه ښکاري چې ايران د نفتو د توليدي اندازې د کمولو په برخه کې د مصونيت حق غواړي.

عراق د اوپيک د درېيم لوی نفت توليدوونکي هېواد په توګه، هم خپله رويه څرګنده کړې ده. د عراق د نفتو وزير جابر علي الليوبي د نومبر په ٢٨مه نېټه په ويانا کې هيله څرګنده کړې چې اوپيک به وروستی تړون لاسليک کړي. عراق به د ټولو غړو هېوادونو په وړاندې د عدالت د ساتلو پر بنسټ له دې تړون سره همکاري وکړي. خو هغه نه دی ويلي چې ايا عراق به د نفتو توليدي اندازه کمه کړي که نه.

د روسيې د انرژۍ وزارت د نومبر په ٢٨مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د وزير الکساندر نواک په قوله وويل، د اوپيک غړي هېوادونه بايد په دننه کې يوه موافقه وکړي، بيا وروسته نور هېوادونه پکې ګډون کولای شي. نواک وويل، روسيه غواړي د اوپيک له عملياتو سره همکاري وکړي، خو هغه نه دی ويلي روسيه به د نفتو توليدي اندازه کمه کړي که نه.

څېړونکو دې ته اشاره کوي، د اوپيک په دې غونډه کې به د دغو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وشي. لومړی به د پيترولو د عمومي توليدي اندازې محدوديت وټاکل شي. دوهم به د بېلا بېلو غړو هېوادونو د نفتو د توليدي اندازې د کمولو توازن وټاکل شي. درېيم به د توليدي اندازې د ريښتنې شمېرې د څارنې تدبيرونه غوره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای