CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د لويو څارنوالانو کلنۍ غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-01 15:21:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د لويو څارنوالانو کلنۍ غونډه د نومبر په دېرشمه نېټه د چين په های نان ولايت کې تر سره شوه.د ترهګرۍ پرضد د اوسني حالت پر وړاندې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او د کتونکو هېوادونو د لويې څارنوالۍ مسئولينو د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د تجربو په هکله د نظريو تبادله وکړه او په سيمه کې د عدلي همکارۍ د پياوړتيا په هکله يې وړانديزونه وکړل. د چين سترې ولسي څارنوالۍ لوی څارنوال چاو جيان مينګ وويل چې اړوندې خواوې بايد د ترهګرۍپرضد د قوانينو او نظامونو سيستمونه بشپړ کړي،د ترهګرۍ پرضد د استخباراتي معلوماتو راغونډول او شريکول بايد پياوړی کړي او د ترهګرو تګ راتګ د مخنيوي او د ترهګرۍ پرضد د پيسو راغونډولو په برخه کې بايد رښتينې همکاري وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د زورزياتي او ترهګرۍ کړه وړه د زياتېدو په حال کی دي په تېره بيا د داعش ډلې په پر له پسې ډول شاوخوا هېوادونو ته نفوذ کړی او ترهګر په بېلا بېلو هېوادونو کې تګ راتګ کوي چې له امله يې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په شمول ډېر هېوادونه له ترهګريزو ننګونو سره مخامخ دي.په دې هکله د روان کال په جون مياشت کې د دې سازمان په سرمشريزه غونډه کې برخوالو پر دې ټينګار وکړ چې د سيمه ييز امنيت او ثبات ساتنه د شانګهای همکارۍ سازمان د همکارۍ لومړۍ دنده ده. په ياده غونډه کې اړوندو خواوو د دې سرمشريزې غونډې ګډې نظريې پلی کړې او په عمده توګه يې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د همغږۍ په باب بحث وکړ.د دې سازمان د سرمنشي مرستيال سابير اماندوسوف وويل (اواز.........)د دې غونډې عمده موضوع د ترهګرۍ پرضد مبارزه او په دې مبارزه کې د څارنوالۍ رول دی. اوسنۍ نړۍ کې ترهګری تر ټولو سخت ګواښ ګڼل کيږي.ويل کيږي چې ترهګری د نړيوال کېدو طبيعت لري.له حقيقتونو څخه څرګنديږي چې موږ د شانګهای همکارۍ سازمان د اړوندو خواوو په شمول د نړيوالې ټولنې ځواکونو ته اړتيا لرو تر څو د سيمه ييز او نړيوال امنيت او ثبات تامين شي.د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د لويو څارنوالانو د غونډې ميکانيزم چې د لومړی ځل لپاره په ٢٠٠٢ کال کې جوړ شو ، د دې سازمان په چوکاټ کې جوړ شوی ځانګړی ميکانيزم دی او موخه يې په دې سيمه کې د ترهګرۍ، تندلارۍ، بېلتون،نشه يي توکيو،قاچاق،فساد او نورو نړيوالو جرمونو پر ضد مبارزه ده تر څو د دې سازمان منشور پلی شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي سياسي او قانوني کميټې منشي منګ جيان جو د بېلا بېلو غړو هېوادونو د څارنوالۍ عدالت د پرمخبيولو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د دې ميکانيزم مثبت رول لوړه ارزونه وکړه. هغه وويل (اواز..........) چين به د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې له نورو غړو هېوادونو سره رښتينې همکاري پياوړی کړي او هيله لري چې د چين څارنوالي د نورو هېوادونو له څارنوالۍ سره د ترهګرۍ پرضد د قانوني نظام د بشپړولو،د ترهګريزو جرمونو د مخنيوي،د ترهګرۍ پرضد د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو او شريکولو او انټرنټي ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو ځايي سمسورتيا او ثبات پرمخ ولاړ شي.

په همدې ورځ د چين، روسيې،قزاقستان په شمول د شانګهای همکارۍ سازمان د شپږو غړو هېوادونو او د ايران او پاکستان په شمول د کتوونکو هېوادونو د څارنوالۍ مسئولينو د ترهګرۍ پرضد تجربې او تدبيرونه شريک کړل او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا په هکله يې د نظريو تبادلې وکړې.د چين د سترې ولسي څارنوالۍ لوی څارنوال چاو جيان مينګ دې ته اشاره وکړه چې د نړيوالو ترهګريزو ننګونو پر وړاندې دا شونتيا نه شته چې يو هېواد يوازې خپل ځان ته پاملرنه وکړي.يوازې بېلا بېل هېوادونه کولي شي چې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي، نو په اغيزمنه توګه د ترهګريزو جرمونو مخه ونيول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای