د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د پاکستان د ايکسپريس تريبون ورځپاڼې د دسمبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ماليې وزير محمد اسهاق ډار د نومبر په ٣٠مه نېټه وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز له ابادولو سره د پاکستان جغرافيايي غوره والی ورځ په ورځ ښکارېږي.پاکستان به له افغانستان او د منځنۍ اسيا له نورو هېوادونو سره سوداګريزه همکاري پياوړې کړي تر څو ګاونډيو هېوادونو ته هم ګټه ورسوي.
هغه زياته کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګريز ارزښت د ٢٠٠٦ کال له ١ مليارډ او سلو مليونو امريکايي ډالرو څخه يو مليارډ ٨٤٠ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ له لارې به سيمه ييز تګ راتګ پياوړی شي او د سيمه ييزې سمسورتيا لپاره به فعال رول ولوبول شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |