CRI Online

د بريکس هېوادونو څارنوالانو د فساد پرضد د مبارزې په ساحه کې پر همکاريو بحث وکړ، تر څو د اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته ښه زمينه برابره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-12-02 15:18:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۶م کال لپاره د بريکس هېوادونو د لويو څارنوالو غونډه د دسمبر په لومړۍ نېټه د چين د های نان ولايت په سان يا ښار کې تر سره شوه. د بريکس هېوادونو د څارنواليو استازو د فساد پرضد د مبارزې او د اقتصاد او ټولنې د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا تر عنوان لاندې پر خپلمنځيو همکاريو بحث وکړ. برخوالو څرګنده کړه چې دوی به د همکاريو د نژدې کېدو په هکله قانوني جوړښت بشپړ کړي او د اطلاعاتي تګ راتګ او د تښتېدونکو مجرمينو او د فساد شويو پيسو د نيولو لپاره به لا ښې همکارۍ وکړي، تر څو د نړيوال فساد پر ضد ګډه مبارزه وشي.

په ۲۰۰۶م کال کې د چين، برازيل، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ له لومړنۍ غونډې څخه تر اوسه پورې لس کالونه تېر شوي دي. د دغو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په ژورېدو سره ، تېر کال د چين او روسيې څارنواليو د بريکس هېوادونو د لوی څارنوالانو د شورا د نظام د جوړولو وړانديز وړاندې کړ، تر څو د نړيوالو جرمونو پر ضد لا کلکه مبارزه وکړي او د تازه سمسور شويو هېوادونو د اقتصادي ټولنې ګډه سمسورتيا وساتل شي.

سږ کال چين د يادې غونډې کوربه هېواد دی. د چين لوي څارنوال څاو جيان مينګ وويل، چې د روانې غونډې سرليک د فساد پرضد مبارزه او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ پياوړتيا ده. برخوال د فساد پرضد د مبارزې او د تښتېدونکو مجرمينو او د فساد شويو پيسو د نيولو په برخو کې خپل وړانديزونه وړاندې کړي. ده وويل، 

د فساد پرضد مبارزه او د پرمختګ لپاره عادلانه زمينه برابرول د بريکس هېوادونو د څارنواليو پر غاړه ګډه دنده ده. نو د دې غونډې سرليک د نړيوالو ننګونو د ليرې کولو او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پياوړتيا په ساحو کې د بريکس هېوادونو د اړتياوو د تر پام او غور لاندې نيولو وروسته ټاکل شوی دی. دغه غونډه به د بريکس هېوادونو د څارنواليو ترمنځ د مؤثرو همکاريو لپاره ښه زمينه برابره کړي. هيله لرو چې موږ د ورخلاصون، پراختيا، همکارۍ او ګډو ګټو د اصولو پر بنسټ د دغې غونډې د برياليتوب لپاره هڅې وکړو.

نوموړي وويل، څرنګه چې مختلف هېوادونه د اقتصاد او پرمختګ، د ټولنې او کولتور او حتی د سياسي او قانوني نظام په ساحو کې توپيرونه لري، نو د فساد پرضد د مبارزې په اړه د نړيوالو همکاريو په ژورتيا او پراختيا باندې زيات محدوديت شته. د بريکس هېوادونو څارنوالۍ بايد د فساد پرضد د مبارزې او د تښېدونکو مجرمينو د نيولو په اړه د شلو هېوادونو ډلې د اکاډمۍ په شمول د دماغي ارګانونو سره د همکاريو په رڼا کې د اړوندو نړيوالو قوانينو د اصولو څيړنه وکړي او د مختلفو هېوادونو د قوانينو او تجربو زده کړه وکړي. ده وويل،

د بريکس هېوادونو څارنوالۍ بايد د فساد پرضد د مبارزې په اړه د م م د تړون په شمول د ګڼ شمېر څواړخيزو او دوه اړخيزو قوانينو په چوکاټ کې د فساد پرضد د مبارزې او د تښتېدونکو مجرمينو او د فساد شويو پيسو د نيولو عالي اصل او د فساد پرضد د مبارزې عملي پلان پلی کړي کوم چې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې تصويب شوی دی. اړوند هېوادونه بايد د معلوماتو او تجربو د شريکولو او د کارکوونکو د تګ راتګ لپاره هڅې وکړي، تر څو د بريکس هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي.

د روسيې د فدرالي لوی څارنوالۍ مرستيال ولاډيمير ولاډيميرويچ مالينوفسکي د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې د چين د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه. د ه وويل،

اوس په نړۍ او ځينو سيمو کې د فساد پر ضد د مبارزې همکاريو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. خو نورو هېوادونو ته د انتقال شويو پيسو د لټولو په اړه مخالف نظرونه اوريدل کېږي. نړيواله ټولنه دغې مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي. په روسيه کې څو څانګې په ګډه د يادو پيسو د لټولو لپاره همکاري کوي.

د معلوماتو له مخې، په راتلونکي کال کې به دغه غونډه په برازيل کې تر سره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای