CRI Online

دوه سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-02 18:26:07
د اصغر ستانکزي په وړاندې د یو بنګله دېشي مینوال لېونۍ مینه

تسکین احمد رفیع چې د بنګلدېش هیواد د بهرامبریا چیتګنګ سیمې سره تړاو لري, اوس مهال د برق د انجنیری پوهنځي محصل ده او د خپل ټوولګي او پوهنځي اول نمره هم دی

نوموړی د هېواد د پیاوړي لوبډلمشر او توپوهونکي اصغر ستانکزي سره خوار مينه لري.

د ژوند تر ټولو ستر هدف یې اوسمهال ځانته د اصغر ستانکزي سره لیدل یاد کړي ول دده په وینا وایي چې کله هم د اصغر سره د دومره زیاتې مینې او خواخوږی احساس کوم کورنی خپلوان او ملګري یې راسره لېونتوب او نا ممکنه بولي

کله چې لوبډلمشر اصغر ستانکزی د تسکین ددې مینې خبرېږي

چې په لاس یې د چړې په واسطه دده نوم لیکل کېږي او د اصغر ستانکزي په خاطر د هېواد بیرغ ته درنښت کوي

نو ژمنه کوي چې که ژوندی وم بنګله دېش ته په تګ سره به تسکین احمد رفېع وینم

خپل کېټ او بېټ به ورته تحفه ورکوم او ضرور به ورسره وینم

پاتې دې نه وي تسکین اوسمهال هم د لاس د ټپ له وجې په روغتون کې دی

پخواني ولسمشر د افغان نولس کلنو لوبډله په هند کې تقدیر کړه

پخواني ولسمشر حامد کرزي، هند ته د خپل سفر پر مهال د افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله چې دا مهال په ممبۍ کې په تمریناتو بوخته ده، وکتل

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ نولس کلنو ملي لوبډله چې د ممبۍ مشهورو payyade sports او جمیخانه لوبډلو سره په ښه جرأت او ماهرانه ډول لوبې تر سره کړې او ګټلې وې، د اتلولیو له امله یې ورته مبارکي وویله او په راتلونکو لوبو کې یې لا زیاتو کوښښونو ته وهڅول

نوموړي د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشرتابه او د کرکټ بورډ اداره وستایله چې د کرکټ په برخه کې یې زیاتې هلې ځلې کړې او ډیرې لاسته راوړنې لري چې له امله یې ټولو هېوادوالو ته یې خوښۍ ورپه برخه کړې دي

پخواني ولسمشر نولس کلنو لوبډلې ته سپارښتنه وکړه چې د اي سي سي له خوا په ډسمبر میاشت کې اسیا جام له پاره ښه ځانونه چمتو کړي او په قوي مورال سره لوبې ترسره او بری خپل کړي.

په دغه کتنه کې د افغان نولس کلونو ملي لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ، له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه چې د افغان نولس کلنو لوبډله یې د خپل سفر پر مهال تشویق او تقدیر کړه

صایم کاکړ په خپلو خبرو کې د افغان نولس کلونو لوبډلې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ له خوا شپږ میاشتې په لوړه کچه د کرکټ په برخه کې بیلا بیل تمرینات ورکول شوي معلومات وړاندې کړل او اسیا جام له پاره یې د خپلې لوبډلې پوره چمتوالی وښود او نوموړي ډاډ څرګند کړ چې افغان نولس کلونو لوبډله به په لوړ مورال لوبي ترسره کوي او د هېوادوالو پر شونډو به د خوښۍ موسکاوې خپروي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، ورسره خپل پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د افغان نولس کلونو ملي لوبډلې ته د نغدو پیسو تحفې برابرې او ورته وسپاري

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای