CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-02 18:25:20

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس ښاغلي نسیم الله دانش له خپل وېسټ انډیزي سیال سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ په ۲۰۱۸ کال کې د نویو لوبو د سیریز په اړه چې د ۲۰۱۷ کال له سریز وروسته به ترسره کیږي، مفصلې خبرې وکړې.

ښاغلی دانش ددې لیدنې په اړه وایي:

انشاالله چې په ۲۰۱۸ کال کې به ویسټ انډیز ملي کرکټ لوبډله د افغانستان میلمنه وي‌، البته په هندوستان او یا هم اماراتو کې، مونږ غواړو چې تر ۲۰۲۰ کال پورې سیریزونو برابرکړو.

د افغانستان کرکټ عمومي رئیس همدا راز زیاتوي چې داځل به په کریبین لیګ سیالیو کې افغان لوبغاړي‌ هم واخیستل شي.

د شطرنج روسی اتل له برنډې لوېدلی او مړ شوی

د روسیې د شطرنج ۲۰ کلن اتل، یوري یلېسېو وروسته له هغه ومړ چې ویل کېږي مسکو کې د یوه اپارتمان دولسم پوړ کې یې غوښتل له یوې برنډې، بالکنۍ، بلې ته واوړي.

د پېښې جزییات د شطرنج لوبې یوه بل اتل دانییل دوبوو خبرې رسنیو سره شریک کړل.

ویل کېږي ښاغلي یلېسېو د "پارکور " لوبې تمرین کاوه. پارکور ښاري سیمو کې هغه تمرینونه دي چې لوبغاړی له یوه بامه بل بام یا دیوال او کټارو ته اوښتلو کې ځان ننګوي.

دی ۲۰۱۲ کال کې د کشرانو د شطرنج اتل شو او په ۱۷ کې یې د ترټولو تکړه لقب خپل کړی ؤ.

پولیسو د Gazeta.ru خبري وېبپاڼې ته ویلي د دوی آزموینو کې د ښاغلي یلېسېو بر بدن داغونه ښيي چې د دولسم پوړ له برنډې لوېدلی وي.

د مسکو پیاتنېڅکويه سړک د لوړو او دنګو ودانیو سیمه ده.

د یوري یلېسېو پر مړینه د هغه د شطرنج ملګرو او د دغې لوبې مینه والو ژوره خواشیني څرګنده کړې.

په خوست او نورو ولایتونو کې کبډي لوبه بیا "غوړېږي

د خوست په کلیو کې دود کبډي لوبه له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې ورکه وه، خو په ورستیو څو کلونو کې یو ځل بیا دود شوې ده.

د اولمپیک ملي کمېټې چارواکي وایي، د دغې لوبې بیرته را ژوندي کول له هغه وروسته بیا پیل شول، کله یې چې په خوست کې د کبډي لوبې فدراسیون جوړ شو او دغه لوبه یې رسمي کړه.

د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې چارواکي وايي، چې په هېواد کې د نورو پيژندل شویو لوبو په څېر کبډي لوبه هم پرغوړیدا ده او ورځ تربلې یې مینوال په زیاتېدو دي.

د خوست په مرکز او د دغه ولایت په اسمعیل خیلو ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې د کبډي لوبې سیالۍ کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای