CRI Online

افغانستان غواړي د امريکا له نوی حکومت سره نژدې همکاري وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2016-12-04 15:27:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دسمبر د ۲مې نېټې په شپه د امريکا له نوي انتخاب شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټليفوني خبرې وکړې او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې له امريکا سره نژدې همکاري وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په درېيمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ولسمشر غني د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د برياليتوب له امله ټرمپ ته مبارکي وويله. دواړه هېوادونه ګډې ستراتيژيکې ګټې لري، نو هغه هيله لري چې دوه اړخيزې اړيکې د امريکا د نوي حکومت تر مشرۍ لاندې ژورې شي.

دغه راز، دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړې. ولسمشر غني د اوږدې مودې راهيسې، په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې کې او د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې د امريکا له ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه.

ښاغلي ټرمپ وويل، چې د امريکا نوی حکومت به په پر له پسې توګه د افغانستان له حکومت او خلکو سره يو ځای د امنيت د ساتنې لپاره نژدې همکاري وکړي. امريکا به د اقتصاد د پرمختګ لپاره له افغانستان سره مرستې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای