نوموړي د همدې ورځې په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې افغانستان د ښځو حقونو په ساتلو کې لا تر اوسه له سختو ننګونو سره مخامخ دی. که څه هم افغانستان د بيا رغونې په حال کې دی، خو په دغه هېواد کې د زور زياتي له امله د زيانمنو ښځو او د اړوندو دوسيو شمېر په څرګنده توګه نه دی کم شوی. د م م د نفوسو صندوق اوس له افغان حکومت سره په ګډو کوښښونو سره د افغان ښځو حقونو د ساتلو لپاره واقعي تدبيرونه نيسي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مرستيال محمد نعيم په ياده خبري ناسته کې پر دې انديښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې زياتې ښځې د زور زياتي زيان سره مخ او مخ کېدونکې دي. هغه وويل چې که څه هم حکومت په ټول هېواد کې د شمېرلو ۱۲ مرکزونه جوړ کړي، خو اړوندې شمېر لا تر اوسه واقعيتونه نشي څرګندولای. ځکه چې د ځينو بې ګناه ښځو د مړينې له امله داسې دوسيې پوليسو ته نه دي وړاندې شوې.
د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۴ کال راهيسې په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د زور زياتې دوسيو شمېر ۸۱۸۸ ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |