CRI Online

په ۲۰۱۶ کال کې د چين دېپلوماسي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-05 14:54:42
په ۲۰۱۶ کال کې د چين دېپلوماسي

په ۲۰۱۶ کال کې چين په نړېوال دېپلوماتیک ډګر کې مثبت پرمختګ ترلاسه کړی دی چې پر خلکو باندی یی ژوره اغېزه کړې ده. د یو کمربند او یوې لارې تګلارې پرمختګ کړی چې چين له ۴۰ هیوادونو او سازمانونو سره د یو کمربند او یوې لارې په اړه د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي. د هانګ جو ښار په سرمشریزه غونډه کې چين د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره خپل پلان هم وړاندی کړی دی. څو ورځې مخکی د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي او همکاریز سازمان د مشرانو په غیررسمي غونډه کې د چین د هلو ځلو په اثر د ازاد تجارت اعلامیه خپره هم شوې ده. په دی کال کې د چین دېپلوماسی له ابتکار، کشش، اطمینان او کمال سره تړاو لري.

په ۲۰۱۶ کال کې نړۍ د بدلېدو په حال کې ده. نړیوال اقتصاد کمزور و، بریتانیا په ناڅاپه توګه له اروپایي ټولنې څخه وتلې، د منځني ختیز حالات شدید شوی او د نړېوال کېدو پرضد قوت راپورته شوی دی. د چین خارجه وزیر وانګ یي د دغه کال نړیوال حالات بدلون او تاوتريخوالی بولي. هغه داسی وویل:

د بدلون او تاوتریخوالی حالات نړۍ ته ناارامتیا او غیریقین رسولي دي. خو موږ باید هم وګورو چې دا د نړېوالو حالاتو د بیا تنظیمولو او اصلاحاتو پروسه ده چې د ننګونو نه پرته نوي فرصتونه هم په کې شامل دي. هر هېواد باید د ننګونو په حلولو سره فرصتونه ونیسي.

په نړېواله اداره کې د چین د کارونو د یادونې په وخت کې په هانګ ښار کې د جي ۲۰ ګروپ سرمشریزه یو مهم ټکی بلل کیږي. د نړیوال اقتصاد د همکارۍ په برخه کې دا سازمان ترټولو ډګر بلل کیږی چی غړیتوب یی پراخ او استازیتوب یی مهم دی. دی سازمان جي دي پي په نړیوال اقتصاد کې ۹۰ سلنه او په نړیوال تجارت کې ۸۰ سلنه برخه نیسي. د چین پرمختګ د بېلابېلو خواوو د پاملرنې وړ دی. د نړېوالو اوسنيو اړیکو اکاډمۍ د نړېوال اقتصاد څېړنیزې څانګې مشرې چن فنګ ینګ دا نظر لري چې د هانګ جو سرمشریزې غونډې د نړیوال اقتصاد انکشاف ته نوی خوځنده قوت ورکړی دی. دی داسی وویل:

د هانګ جو په سرمشریزه غونډه کې موږ د نوښت اصلاحات او د پرمختګ نوی شکل وړاندی کړی دی. موږ پېشنهاد هم وکړ چې دوه نوي انجینونه جوړ کړو یعنی تجارت او پانګونه. زما په نظر په دې غونډه کې د نړیوال اقتصاد د پرمختګ منځنۍ لیرې موخه پیدا شوې ده.

د جي ۲۰ په دغه سرمشریزه غونډه کې ۲۹ ریکارډونه ټینګ شوي دي: د لومړي ځل لپاره نوښت په کلیدي نتیجو کې شامل شوی دی، د لومړي ځل لپاره د نړېوالو پانګونو د څو اړخیزې قاعدې جوړښت رامنځته شوی دی او داسی نور.

۲۰۱۶ کال د چین د یو کمربند او یوې لارې تګلارې د وړاندی کولو دریېمه کالیزه ده چې تر اوسه پوری څه دپاسه ۱۰۰ هېوادونو او سازمانونو په دی پلان کې د ګډون نیت څرګند کړی دی، چین له څه دپاسه ۴۰ هېوادونو او نړېوالو سازمانونو سره د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي دي او له څه دپاسه ۳۰ هېوادونو سره یی د تولیدي توان د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د چین د خلکو پوهنتون د نړېوالو اړیکو پوهنځي پروفیسر وانګ یی جی وویل:

اوس موږ ټول د یو کمربند او یوې لارې په اړه خبرې کوو. له دې سره سره چې په اړه یی د ملاتړ، مخالفت یا شک نظرونه شته خو له دغه مسئلې سترګې نه شی پټولی. پخوا موږ د چین غښتلیتوب او اوس یو کمربند او یوه لاره یادوو چې دا د نړیوالې همکارۍ نوې لوری دی او د دی په لارښوونې سره بېلا بېلو هېوادونو خپل پاملرنې واقعي اقتصادي وجود، نوښت او د اساسي تاسیساتو لوړوالي ته اړولې. د رئیس شي اصلي خبره دا ده چې د نړېوال اقتصاد د بیا برابری پوره کول دي.

په تیر کال کې د چین دېپلوماسی نورې نتیجې هم لري خو دې ته سترګې په لار کې یو چې په ۲۰۱۷ کال کې به چین په نړیوال دېپلوماتیک ډګر کې لازیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای