د افغانستان د ډېلي اوټلوک ورځپاڼې د خبر له مخې، د دسمبر په ٤مه نېټه د اسيا زړه غونډه د هند د پنجاب ايالت په امرتسر ښار کې پرانيستل شوه. د افغانستان سوله او ثبات، سيمه ييزه همکاري او اقتصادي پرمختګ د يادې غونډې اصلي موضوع ده چې د افغانستان، هند، پاکستان، ايران، چين او روسيې لوړ پوړو چارواکيو په دې غونډه کې ګډون کړی. د غونډې پر مهال د افغانستان ولسمشر اشرف غني د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره د دفاع او سوداګرۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې.
د نظامي مرستو په برخه کې، تر اوسه پورې هند افغانستان ته ٧ پوځي چورلکې ورکړې دي. د دې تر څنګ د يو درې اړخيز تړون له مخې، روسيه به د افغانستان د ځينو الوتکو لپاره د اضافه سامانونو او د ترميمولو خدمتونه برابر کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |