د افغانستان د ډېلي اوټلوک ورځپاڼې د خبر له مخې، د افغانستان او هند چارواکيو څو ورځې مخکې وويل، دواړه هېوادونه ښايي اعلان وکړي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ هوايي لار جوړه کړي، تر څو خپلمنځي تجارتي تګ راتګ پياوړی کړي، په تيره بيا هند ته د افغان تازه مېوو، وچو مېوو او غاليو صادرات زيات کړي. کندهار ولايت ښايي هند ته د افغان مېوو د صادراتو مهم مرکز وګرځي.
اوسمهال له هند او افغانستان سره د پاکستان د اړيکو د ترينګلتيا له امله د افغانستان او هند ترمنځ د مالونو حمل و نقل او سوداګرۍ له ستونزو سره مخامخ دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |