د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د باميان ولايت په مرکز باميان ښار کې د دسمبر په ۸مه نيټه د ښځو حقونو د ساتلو تر سرليک لاندې د بايسيکل ځغلولو فعاليت جوړ شو چې موخه يې د ښځو حقونو د ساتلو په برخه کې د خلکو نظريې پياوړتيا او د ښځو پر ضد د زور زياتي مخنيوی دي.
دغه فعاليت په همدې ورځ د باميان ښار د ښځو چارو په اړه يوې حکومتي څانګې او يو شمېر ټولنيزو سازمانونو لخوا په ګډه ترتيب شوی چې د څه باندې ۱۰ ښځو په شمول څه دپاسه۳۰ تنو بايسيکل چلوونکو پکې ګډون کړی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |