CRI Online

چين په ٢٠٢٠ کال کې د هر تن په سر د بزګرانو د عايداتو نوی هدف وړاندی کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-12-08 15:31:28

د چين د دولتي شورا د ادارې دفتر تازه د بزګرانو د عايداتو زياتوالي د هڅونې په عمده موخه يو سند خپور کړ چې په ٢٠٢٠ کال کې د هر تن په سر د بزګرانو د عايدات د ٢٠١٠ کال په پرتله د يو چند زياتوالي نوی هدف وړاندی کړاو په څرګنده توګه يې د دولتي ماليي پانګې رول تنظيم کړی چې په کرهنيزو چارو او کليو کې د ټولنيزو پانګو هڅونه وکړي. د دغه سند له خپرېدو مخکې د چين حکومت د بزګرانو د عايداتو زياتوالي لپاره يو لړ نوي تګلارې خپرې کړې دي او په زياتو برخو کې يې نوې لاره پراخه کړې.

د بزګرانو د عايداتو زياتوالي لپاره د تګلارو د بشپړتيا او ملاتړ په اړوند د وړانديزونو په نوم سند کې دې ته اشاره شوې چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به د هر تن په سر په چين کې د بزګرانو عايدات د ٢٠١٠ کال په پرتله يو چند زيات شي. د چين د شميرنې ادارې د ارقامو له مخې په ٢٠١٠ کال کې د چين په کليوالو سيمو کې د هر تن په سر د بزګرانو عايدات پنځه زره نهه سوه او نولس يوان و او د دغه نوي هدف له مخې به تر ٢٠٢٠ کال کې يوولس زره اته سوه او اته ډېرش يوانو ته ورسېږي.

د دغه هدف د عملي کېدو په موخه د سند په زياتو برخو کې تدبيرونه طرح شوي دي. د کرهنيزو چارو د ملاتړ او ساتنې ميکانيزم د بشپړتيا په برخه کې په کرهنيزو بنسټيزو تاسيساتو کې د پانګونې، د کرهنيزو چارو د مالي مرستې، د جوړښت تنظيم او د کرهنيزو توليداتو د بيی د ميکانيزم د بشپړتيا نه پر ته په کليو کې د پولي چارو خدمتونو په اړه کارونه هم ځای پر ځای شوي دي. د چين د کرهنيز علم اکاډمی د کرهنيز اقتصاد او پرمختګ انسټيټيوټ څيړونکي هو دينګ هوان په دې نظر دی چې د کليو د انکشاف په بهير کې به د سوداګريزو او شخصي پانګو ملاتړ زيات شي. (اواز)

مهمه مسئله دا ده چې خلک دې د عصري کرهنيزو چارو د پرمختګ په بهير کې وپيژني چې د کرهنيزو چارو په زياتو برخو کې پانګونو ته اړتيا شته او په زياتو برخو کې پيسی هم اخيستلی شي. د بيلګې په توګه د فارمونو پراخوالی پراخېدای شي او يا په فارمونو کې د ماشينونو کېدو اندازه پياوړې کېدای شي چې ګټې به په دې ترڅ کې واخيستل شي. موږ بايد په دې پوهېږو چې په کرهنيزو چارو کې پانګونه د نورو چارو سره توپير لري. بايد په اوږده موده کې په پر له پسي ډول په کرهنيزو چارو کې پانګه واچول شي او د ګټو اندازه ډېره زياته نه ده، خو د ګټو تر لاسه کولو بهير ثابت دی.

د دغه سند له مخې به چين د نوي شکل بزګر وروزي او په کليو کې په ډله ييزه توګه له اموالو څخه د استفادې حق د ميکانيزم اصلاحات پياوړی شي. په دې هکله څيړونکي هو دينګ هوان وويل دا د کرهنيزو چارو د عصري کېدو په بهير کې اړينه لاره ده. (اواز)

د کرهنيزو چارو د عصري کېدو په بهير کې لومړی بايد د پيمانې کېدو اندازه پياوړې شي چې لا زياتې خاوروې څنګه توان لرونکو بزګرانو ته ورکړي شي. نو په سند کې په کليوالو سيمو کې د ډله ييزو توليد حقوقو اصلاحات او د بزګرانو د روزنو له لارې په کرهنيزو چارو کې د مسلکي استعداد لرونکو کسان روزنې وړاندې شوي دي.

د بزګرانو د جايداد عادياتو د زياتوالي په برخه کې اوس د ولسواليو په کچه د هېواد په نهه ويشتو سيمو کې ازمويښتي ځايونه جوړ شوي چې د کليو د ډله ييزو پانګو د اسهامو حق اصلاحات تر سره شوی دی. د چين د اړوندو څيړونکو او خبري رسنيو په اند د کرهنيزو چارو په اړوند نوي تګلارې به د چين د کرهنيز اقتصاد د پياوړتيا، د بزګرانو عايداتود زياتوالي او د کليو د پرمختګ سبب شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای