CRI Online

د کابل او اورموچي ترمنځ الوتنې په يوه ورځ کې تګ راتګ کولای شي.

cri     (GMT+08:00) 2016-12-08 19:43:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کابل او اورموچي ترمنځ ايف جي ۳۳۱ الوتنې چې د افغانستان د اريانا افغان هوايي شرکت او د چين د ګوانګ يوان هه شنګ په نامه د شرکت لخوا اداره کېږي او په مستقيمه توګه د کابل او اورموچي ترمنځ تګ راتګ کوي، د دسمبر په اوومه نېټه په يوه ورځ کې د تګ راتګ الوتنې تر سره کړې دي.

د ګوانګ يوان هه شنګ شرکت مشر ما چاو وويل، چې د کابل او اورموچي ترمنځ الوتنې په ۲۰۱۳ کال کې قطع شوې وې چې د دواړو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې د سږ کال په جولای کې دغه الوتنې بيا اعاده شوې. د دغه شرکت الوتکه د هرې چهار شنبې د شپې په لسو بجو له کابل څخه اورموچي ته الوتنه لري او د پنجشنبې د سهار په نهو بجو پنځو دقيقو له اورموچي څخه بېرته د کابل په لور خوځېږي. د دسمبر له ۷مې نېټې څخه به دغه الوتنې د هرې چهار شنبې د ماسپښين په دريو بجو او څلوېښتو دقيقو اومورچي ته ورسېږي او د همدې ورځې د شپې په اوو بجو او لسو دقيقو به بېرته کابل ته حرکت وکړي.

ښاغلي ما چاو وويل، چې امکان شته چې په راتلونکي پسرلۍ کې په هرې يک شنبې کې هم يوه الوتنه پيل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای