د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو په اړه د پوښتنو څلور ورځنۍ لړۍ د دسمبر په اتمه نېټه د بريټانيا په ستره محکمه کې ختمه شوه. د سترې محکمې مشر لورډ ميوبيرګير وويل، ستره محکمه به ژر تر ژره د دې پوښتنو په اړه نتيجه اوښاني، له اروپا څخه د بريټانيا د بېلېدو کار په عادي توګه تر سره کول د دې پوښتنو مهم ټکي دې، عدلي حکم به له اروپا څخه د بريټانيا د بېلېدو پرېکړه و نه بدله نکړي.
د بريټانيا سترې محکمې په تير نومبر کې حکم صادر کړ چې له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو تشکيلات دې د پارلمان لخوا ومنل شي. خو د حکومت په اند، بريټانويانو د رفراندوم له لارې له اروپا څخه د بېلېدو دنده حکومت ته برابره کړې ده، نو حکومت د پارلمان تصويب ته اړتيا نه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |