CRI Online

د بنګلديش پوليسو پنځه وسله وال ونيول

cri     (GMT+08:00) 2016-12-09 10:46:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بنګلديش پوليسو د دسمبر د اتمې نېټې په سهار په ګيتاګونګ ښار کې پنځه وسله وال ونيول او يو لړ وسلې يې تر لاسه کړې.

د پوليسو يوه وياند خبريال ته وويل، پوليسو ګڼ شمېر وسلې، ګولۍ، چاودېدونکي توکي، مخابراتي سامان الات او د جهاد په اړه کتابونه لاس ته راوړي دي. له دې مخکې، دوه وسله وال د پوليسو لخوا نيول شوي وو او دوی پوليسو ته د نورو درېيو وسله والو د پټېدو ځای وښود او وروسته پوليسو نور درې وسله وال هم ونيول. دوي د يوې افراطي مذهبي ډلې غړي دي چې مخکې د حکومت لخوا منحل شوې ده. دغې ډلې په دوه زره او څلورم کال کې بمي بريد طرحه کړی وو چې له امله يې درې تنه وژل شوي وو او سلګونه تنه نور ټپيان شوي وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای