د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، د چين په درې سوه او اته دېرشو ښارونو کې د PM2.5 منځني اندازه د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاريه درې سلنه ټېټه شوې. د ښې هوا لرونکو ورځو شمېر د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت دوه اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی دی.
د چين د چاپيريال ساتنې وزير جن جي نينګ په اتمه نېټه د نړيوالې همکارۍ د کميټې په کلنۍ غونډه کې ياد خبر ورکړ. هغه وويل، که څخه هم د چين د مسلکونو او انرژۍ جوړښتونه د ښه والي په حال کې دي، خو د چاپيريال ساتنې پرابلمونه لا هم سخت دي، موږ به د چاپيريال د ښه والي او رغونې لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |