CRI Online

روسيه او امريکا به په پر له پسې توګه د سوريې مسئلې په اړه سلامشورې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-09 14:43:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د دسمبر په ٨مه نېټه خبر ورکړ چې د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ٢٣مې غونډې په ترڅ کې د روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو سيرګي لافروف او جان کيري خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو موافقه وکړه چې د روانې مياشتې په ١٠مه نېټه به د دواړو هېوادونو استازي په ژنيو کې د حلب په ختيځ کې د شخړو د حل و فصل په اړه سلامشورې وکړي.

لافروف تر خبرو اترو وروسته وويل چې د سوريې حکومتي ځواکونو د حلب پر ختيځ له بريد څخه لاس اخلي،د اټکل له مخې په وروستيو ورځو کې څه نا څه ٨ زره تنه د حلب له ختيځ څخه وتلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ٨مه نېټه وويل چې امريکا او روسيه غواړي په حلب کې د اوربند په اړه پر له پسې خبرې اترې وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای