د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين په ښارونو کې د زړو کسانو د ساتلو انډول راپور د دسمبر په ٨مه نېټه په بېجينګ کې خپور شو.په راپور کې ويل شوي چې د مستمري خدمتي سويې د ټيټېدو له امله د مصرف او احتياج ترمنځ توپيرونه ډېر دي او دا په چين کې د زړو کسانو د ساتلو د ضمانت په وړاندې يوه عمده مسئله ده.
ياد راپور د ځانګړی درېيم سازمان يعنې د بېجينګ د جياځي جنګ شين شرکت او د سيالۍ توان د کارپوهانو ډلې له خوا جوړېږي.د سيالۍ توان د کارپوهانو ډلې مشر سونګ هونګ ګوانګ وويل چې په چين کې د زړو کسانو شمېر د زياتېدو سره سره د زړو کسانو د ساتلو مسئله د هېواد ،سيمه ييزو حکومتونو او د ټولنيزو اقتصادي ټولنو د پاملرنې وړ ګرځېدلی ده.اوس چين د نفوسو د زړېدو په حال کې دی.له رسمي شمېرنې سره سم د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې په چين کې د ٢٢٢ مليونو خلکو عمرونه ٦٠ يا له ٦٠ څخه اوښتې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |