CRI Online

چين د فساد پرضد نړيوالې همکارۍ کې پرمختګونه کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-12-09 15:52:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د دسمبر نهمه نېټه د فساد پرضد د م م له خوا ټاکل شوې د فساد پرضد نړيواله ورځ ده.د هر کال په دې ورځ م م له مختلفو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې اړوند تبليغاتي فعاليتونه تر سره کړي تر څو د فساد د له منځه وړلو لپاره هر تن خپله دنده پر غاړه واخلي.په ٢٠١٦ کال کې د چين حکومت نه يوازې د هېواد په دننه کې د فساد پرضد مبارزه تر سره کړې بلکې د فساد پرضد نړيوالې همکارۍ کې يې زيات پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

څارنوالۍ:يانګ شو جو ،مونږ د جه جيانګ ولايت د ولسي څارنوالۍ د فساد پرضد د ادارې کارکوونکي يو، اوس مهال له قانون سره سم د تاسو د نيولو اعلان کوو.دا د مقصر د نيولو اجازه پاڼه ده.

يانګ شو جو : اجازه پاڼه مې کتلې ده.

څارنوالۍ:مهرباني وکړئ چې په دې ځای کې لاسليک وکړئ.

د نومبر په ١٦مه نېټه تښتېدونکې يانګ شو جو ځان قانون ته سپارلې دی.د بېجينګ په نړيوال هوايي ډګر کې د جه جيانګ ولايت د څارنوالۍ کارکوونکو د مجرمينو د نيولو امر ور کړ چې له امله يې د يوې تښتېدونکې ژوند پای ته ورسيد.

څلور ورځې مخکې تښتېدونکي يان يونګ مينګ چې په پټه توګه يې په نورو هېوادونو کې د پنځلسو کلونو لپاره ژوند کړی،له نويزيلنډ څخه ځان قانون ته وسپاره او خپلې غير قانوني ګټې يې حکومتي څانګې ته ور کړې.دا د ٢٠١٦ کال لپاره د فساد پرضد مبارزه کې يو نمونوي کار دی.

د فساد پرضد د نړيوالې ورځې نه مخکې د چين د اختلاس شويو پيسو د پيدا کولو ادارې مسئول او د چين د مرکزي انضباطي څانګې د نړيوالې همکارۍ ادارې مشر ليو جيان چاو په ٢٠١٦ کال کې په نورو هېوادونو کې د اختلاس شويو پيسو د پيدا کولو نوې لاسته راوړنې خپرې کړې.ښاغلي ليو جيان چاو وويل (اواز.........) تر نوامبر مياشتې پورې د تيان وانګ په نوم د فساد پرضد مبارزه کې نهه سوه اته تښتېدونکي له اوياوو هېوادونو او سيمو څخه بېرته خپل وطن ته راستانه شول او ځانونه يې قانون ته وسپارل چې په دې جمله کې يوسل دوه وېشت تنه حکومتي کارکوونکي وواو ٢ مليارډ ٣١٢ مليونه يوانه اختلاس شوي پيسې بېرته ورڅخه اخيستل شوي دي.په ٢٠١٤ کال کې د تښتېدونکو او اختلاس شويو پيسو د پيدا کولو عملياتو له پيل راهيسې ټولټال دوه زره څلور سوه دوه څلويښت تنه ونيول شول او ٨ مليارډه ٥٤٢ مليونه يوانه اختلاس شوي پيسې هم ترې اخيستل شوې دي.

د دې ترڅنګ د چين حکومت د فساد پرضد نړيوالې همکارۍ کې زيات پرمختګونه کړي دي.د روان کال په سپتمبر مياشت کې د چين حکومت له کاناډا سره د اختلاس شويو سرمايو د شريکولو او بېرته اخيستلو په هکله يو تړون لاسليک کړ چې دا په دې برخه کې د چين او نورو هېوادونو له خوا لاسليک شوی لومړی ځانګړی تړون دی .په ٢٠١٤ کال کې د تيان وانګ په نوم د فساد پرضد مبارزه د لاسته راوړنو د تر لاسه کېدو پړاو ته رسيدلې ده.

ښاغلي ليو جيان چاو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين د حکومت له خوا د اختلاس شويو پيسو د بېرته اخيستلو سيستم ورځ په ورځ بشپړيږي. يوه خوا د چين حکومت د دولت، ولايتونو او حتی د ولسواليو په کچه د اختلاس شويو پيسو د پيدا کولو ادارې جوړې کړې بله خوا د انضباطي څانګې،د عدليې،امنيتي، ديپلوماتيکو او پولي څانګو په شمول اړوندې ادارې يو له بل سره همکاري کوي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د فساد پرضد د مبارزې لپاره د قوي تدبيرونو نيولو ترڅنګ په فعاله توګه په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره همکاري کړې ده.ښاغلي ليو وويل (اواز...........)څو څو ځله مو د اختلاس شويو پيسو د بېرته اخيستلو په هکله خپل دريځ بيان کړی او د چين اړوند تدبيرونه هم په څو اړخيزو يا دوه اړخيزو سندونو کې شامل شوی وو.سربېره پردې چين په دې برخه کې د اړوندو نړيوالو مقرراتو د تصويب لپاره خپل مهم خدمتونه کړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای