CRI Online

د چين له يي وو څخه د افغانستان حيرتان ته د بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته پرمختګ ورکوي.

cri     (GMT+08:00) 2016-12-09 15:52:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر په ۷مه نيټه د X9010نمبر بار وړونکي اورګاډي د چين د جه جيانګ ولايت له يي وو څخه د افغانستان د بلخ ولايت حيرتان ته حرکت وکړ. دا له يي وو څخه حيرتان ته ۸م بار وړونکی اورګاډی دی.

د خبر له مخې، دغه اورګاډی چې پکې د ۳۰مليونو يوانو په ارزښت د ۴۴ کانتينرونو توکي موجود دي، د چين د شينجيانګ له لارې به د قزاقستان او ازبکستان په تېرېدو د افغانستان بلخ ولايت حيرتان ته ورسېږي. د پټلۍ اوږدوالی يې ۷۵۰۰ کيلومترو ته رسېږي او ۱۲ ورځې وخت به ونيسي.

دغه بار وړونکی اورګاډی هره چهارشنبه حرکت کوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای