CRI Online

چين غواړي چې په مساعد ډول د سوريې مسئلې د حلولو لپاره مثبت رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-09 18:35:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د دسمبر په ٩مه نېټه په بيجينګ کې وويل د سوريې مسئلې په هکله د چين د حکومت ځانګړي استازي شي شياو يان د دسمبر له ٥مې نيټې څخه تر ٩مې نيټې پورې په وار سره له لبنان او سوريې څخه لېدنې وکړې او څو اړخيز منځګړيتوب يې تر سره کړ.

لو کانګ په همدې ورځ په خبري ناسته کې وويل دغه سفر د سوريې مسئلې د روانېدو په مهم پړاو کې شوی چې د اوسنيو حالاتو په هکله د بېلا بېلو خواوو د نظريو تر لاسه کولو او له دوی سره د منځګړيتوب په موخه دي.

لو کانګ وويل اوسمهال په سوريه کې حالات ډېر پيچيلي او حساس دي چې پکې د زورزياتي نښتې په پر له پسي توګه رامنځته شوي او د خبرو اترو راتلونکی روښانه نه دي. چين له سياسي لاره د سوريې مسئلې له حل و فصل نه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې په مساعد ډول د دغې مسئلې د حلولو لپاره مثبت رول ولوبوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای