CRI Online

امريکا به په دوامداره توګه له افغانستان څخه ملاتړ او ورسره مرستې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-10 16:06:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزير اشټن کارتر چې د دسمبر په ٩مه نېټه په ناڅاپې سفر افغانستان ته ولاړ، په کابل کې وويل، امريکا به په دوامداره توګه له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي او له ناټو سره يو ځای به افغانستان ته مرستې برابرې کړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په همدې ورځ له کارتر سره خبرې اترې وکړې. ور پسې کارتر په يوه خبري ناسته کې وويل، افغانستان غواړي له امريکا سره ثابتې او دايمي دوستانه اړيکې وساتي، دا به په راتلونکی کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختيا لپاره ستر اهميت ولري. هغه پر دې ټينګار وکړ، امريکا به په دوامداره توګه له افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او په دې هېواد کې د سولې او د سيمه ييز ثبات د عملي کولو لپاره کوښښونه ترسره کړي. هغه وويل، امريکا او ناټو به تر ٢٠٢٠ کال پورې هر کال افغان حکومت ته ٥ مليارډه امريکايي ډالره برابر کړي چې د دې هېواد له امنيت ساتونکي پوځ سره مرسته وکړي.

د څېړونکو په اند، د کارتر په څرګندونو کې ښايي د افغانستان مسئلې په اړه د امريکا راتلونکی دريځ ښکاره شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای