پر ځايي وخت د دسمبر په نهمه نېټه د جنوبي کوريا په پلازمينه سيول کې ځايي اوسيدونکو د ولسمشرې پارک ګيون هوی پرضد لاريون وکړ او د نوموړې د ګوښه کېدو لايحې د تصويبېدو په اړه يې خوښي څرګنده کړه.
د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنوبي کوريا پارلمان د دسمبر په ٩مه نېټه د ولسمشرې پارک ګيون هوی په وړاندې د مواخذې پرېکړه ليک تصويب کړ.
په همدې ورځ دغه پرېکړه ليک په ٢٣٤ موافقو رايو تصويب شو. دغه راز پارک ګيون هوی له لوح موهيون وروسته د جنوبي کوريا په تاريخ کې دوهم هغه ولسمشره ده چې د پارلمان لخوا مواخذه شوه.
د جنوبي کوريا واکمن ګوند او نورو ګوندونو د دې پرېکړه ليک د تصويبېدو په اړه بېل نظرونه لري. د واکمن ګوند يعنې د سينوری ګوند استازي وويل، دا د جنوبي کوريا په تاريخ کې يوه د افسوس وړ او بده پېښه ده. خو د جمهوريت او ديموکراسۍ ګوند استازي وايي، دا د وګړيو برياليتوب دی.
د جنوبي کوريا بېلا بېلو خواوو هيله وښوده چې سياسي ګډې وډې به ژر پای ته ورسېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |