CRI Online

چين د تايوان او امريکا تر منځ له هر ډول حکومتي تګ راتګ سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-10 17:01:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د دسمبر په ٩مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې تايوان له امريکا سره حکومتي تګ راتګ کوي او يا امريکا پر تايوان وسلې پلوري.

لو کانګ وويل، د تايوان مسئله د چين له حاکميت او د خاورې له بشپړتيا سره تړاو لري، يوه اصلي مسئله ده او د چين او امريکا تر منځ په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه مسئله هم ده. د چين دريځ تل څرګند دی چې امريکا بايد د يو چين د پېژندنې پر اصولو ټينګار وکړي او د چين په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای