CRI Online

د چين استازي له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د سوريې مسئلې د سياسي حل لپاره رغنده رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-10 17:03:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين مرستيال استازي وو های تاو د دسمبر په ٩مه نېټه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې په نږدې وخت کې د سوريې مسئلې د حل لپاره رغنده رول ولوبوي. هغه پر دې ټينګار وکړ، هراړخيز فشارونه اچول او د انسانيت مسئله سياسي کول به د اوضاعو د نور تريګلتيا سبب وګرځي.

د م م اسامبلې په همدې ورځ د سوريې مسئلې په اړه د پرېکړه ليک په هکله رايګيري وکړه، دغه پرېکړه ليک په ١٢٢ موافقو رايو او ١٣ مخالفو رايو تصويب شو. چين مخالفه رايه ورکړه.

وو های تاو وويل، اوس نړيواله ټولنه بايد په سياسي توګه د سوريې مسئلې د حل و فصل پر اصل ټينګار وکړي او کوښښونه يې دې د اوربند، خبرو اترو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکارۍ او بشري ژغورنې لپاره ګټور وي. د سوريې د شخړې اړوندې خواوې هم بايد د دولتي ګټو او د وګړيو خونديتوب د ساتلو لپاره په سياسي لارو چارو د سوريې مسئلې د حل په خاطر هڅې وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای