د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د دسمبر په ۱۲مه نېټه وويل، چې د داعش ۷ تنه غړي د دغه هېواد په ننګرهار ولايت کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي دي.
د دغه ولايت د پوليسو وياند حضرت حسين مشريقوال وويل، چې سوله ساتي نړيوال پوځ د يکشنبې په شپه د بې پېلوټه الوتکې له لارې د داعش په اډې باندې هوايي بريد وکړ. څرنګه چې دغه اډه په يوه ګوښه غرنۍ سيمه کې پرته ده، نو هيڅ عامو وګړيو ته پکې زيان نه دی رسېدلی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |