د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په دو شنبه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د طالبانو يو مهم لارښوونکی ملا نعيم کور چې عمادالدين هم نومېږي، په پروان ولايت کې وژل شوی دی.
د يکشنبې په شپه د افغان ملي امنيت ساتونکو ځواکونو په دغه ولايت کې پوځي عمليات تر سره کړل چې له امله يې د ملا نعيم کور په شمول درې تنه وژل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |