د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د دسمبر په ١٢مه نېټه افغان ځواکونو په غزني ولايت کې له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه چې له امله يې ٨ تنه وسله وال وژل شوي او يو افغان سرتېری وژل شوی دی.
د همدې ورځې په سهار يو شمېر وسله والو د مقر ولسوالۍ پر يوې پوستې بريدونه کړي دي.بر سېره پر دې،د غزني ولايت په غزني ښار کې څه نا څه ١٢ وسله وال او ٢ ځمکني سرتېري هم د بريدونو له امله ټپيان شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |