CRI Online

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو ١٥مه کليزه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-12 16:10:50


د دسمبر ١١مه نېټه د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو له ١٥مې کليزې سره برابره وه.له تېرو ١٥ کلونو راهيسې، چيني تصديو په نړيوالو بازارونو کې سوداګري او پانګونه پراخه کړې، د دې تر څنګ بهرنۍ تصدۍ او وارداتي توليدات په پر له پسې توګه چين ته ننوتلي دي. همدا راز چين د نړۍ لومړی لوی تجارتي هېواد او دوهم لوی اقتصادي ځواک ګرځېدلی دی. او هم نړيوال اقتصاد د چين د ګډون له امله فعال شوی دی.

د امريکا تر ٣٠ زياتو ايالتونو کې د بي واي ډي په نامه د چيني تصدۍ له خوا توليد شوي برېښنايي بسونه چليږي. نوموړې تصدۍ پخوا د بتريو د توليدولو يو کوچنی شرکت و، په ١٩٩٩ کال کې يعنې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو په اړه د خبرو اترو په ډېره سخته موده کې يې په بهر کې د پرمختګ فرصتونه وموندل. په ٢٠٠١ کال کې يعنې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له ګډون وروسته د بي واي ډي تصدۍ لپاره د چټک پرمختګ موده رارسيده وه. د دې تصدۍ د تجارتي نښې منيجرې جانګ يوي وويل،

(( د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له شاملېدو وروسته مو نور زيات فرصتونه او لا پراخ بازار تر لاسه کړ. موږ نورو زياتو مشتريانو ته د خپلو توليداتو د ورپېژندلو فرصتونه درلودل، نو زموږ بټري په ګردې نړۍ کې منل شوې وې، دغه راز د دغو فرصتونو له لارې مو د ای ټي، موټرونو، نويو انرژيو او مداري ټرافيک په شمول ٤ صنعتونو ته پرمتخګ ورکړ. ))

په هغه وخت کې چين تازه د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې شامل شوی و، د عامو افکارو په اند د چين د موټرونو صنعت له سختو ننګونو او زيانونو سره مخامخ وو. له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د چين د موټرونو صنعت نه يوازې پاتې شوی، بلکې د پخوا په نسبت ځواکمن شوی دی. د بېلګې په توګه، که څه هم بي واي ډي تصدۍ يوازې په ٢٠٠٣ کال کې د موټرونو په بازار لاس پوری کړی، خو د خپل بازار د پيدا کولو او د خاصو تخنيکونو د کارولو له لارې تر فشار لاندې يې پرمختګ تر لاسه کړی دی. منيجرې جانګ يوي وويل

(( بي وای ډي تصدۍ د بټريو د توليد او معلوماتي تکنالوژۍ له لارې خپل بنسټ ايښی، نو د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې زموږ ځيني تخنيکونه په مستقيم ډول په موټرونو کې کارول کيږي. زموږ موټرونه ځيني ډېر لوړ پوړي برقي سامانونه لري چې د همدغسي سامانونو لرونکو بهرنيو موټرونو بيې زموږ په نسبت لوړې دي. ))

فو شياو بای په بېجينګ کې اوسيږي، که څه هم کار يې ډېر دی، خو هغه په هره اوونۍ کې کور ته نژدې په يو مارکيټ کې شيان اخلي.

(( زه په هره اوونۍ کې يو ځل کاريفور ته ځم، ځکه دغه مارکيټ زما کور ته نژدی دی. په کاريفور کې د بهرنيو توليداتو يو ځانګړی ځای شتون لري، د پاسټا په شمول ځينۍ بهرنې خواړه هم پکې پلورل کيږي. ))

نه يوازې په بهر کې د بي وای ډي تصدۍ د کار و بار له پراخوالي څخه بلکې د فو شياو باوی په ژوند کې د کاريفور مارکيټ له رول څخه ليدل کيږي چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو د ١٥ کلونو راهيسې، چين پرمختګونه تر لاسه کړي دي، بهرنۍ پانګې او تصدۍ هم چيني بازارونو ته د ننوتنې له امله سمسورې شوې دي.د سوداګرۍ نړيوال سازمان د قاعدو په مرسته چيني تصدۍ زيات تجارتي خنډونه ليري کړي، او له بلې خوا چين په جدي توګه کړې ژمنې پلې کړي، دغه راز د کاريفور په شان لويې نړيوالې تصدۍ هم په چين کې پرمختګونه هم لاس ته راوړي دي.

د خپلو ژمنو سره سم، چين ګام په ګام بهرنيو پانګو ته د کرهنيزو توکيو، پرچون خرڅلاو، مسلکي خدمتونو، فلمونو او اوډيوګانو، موټرونو، مخابراتو، بانکونو او اسهامو په شمول بازارونه خلاص کړي او کوي يې. چين به د تاريخ په نوي درشل کې د ګډو ګټو پر بنسبټ له نورو هېوادونو سره پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای