CRI Online

د پاکستان د استخباراتي ادارې نوی مشر او لوی درستيز وټاکل شول

cri     (GMT+08:00) 2016-12-13 09:13:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د دسمبر په ١٢مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د دريو پوځونو مطبوعاتي ادارې د دسمبر په ١١مه نېټه اعلان وکړ چې نويد مختار به د دريو پوځونو د استخباراتي ادارې نوی مشر وي. تر دې وړاندې د نوموړې ادارې پخوانی مشر رضوان اختر د پاکستان د دفاعي پوهنتون مشر ټاکل شوی و.

د دريو پوځونو مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ د پوځونو د نويو لوړ پوړيو مشرانو نوملړ خپور کړ چې له مخې يې بلال اکبر د نوي لوی درستيز په توګه ګومارل شوی دی.

د ډوان ورځپاڼې د خبر له مخې، د يادې ډله ييزې ټاکنې له لارې د پاکستان د پوځي مشرتابه بدلون بشپړ شوی او له دې څخه ښکاري چې د ځمکنيو پوځونو نوی لوی درستيز عاصم سليم باجوه د خپلې مشريزې ډلې په جوړولو بوخت دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای