CRI Online

د افغان طالبانو يو مهم قوماندان ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-12-13 10:04:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دسمبر په ١٢مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې افغان پوليسو د دسمبر په ١١مه نېټه په پروان ولايت کې د طالبانو يو مهم قوماندان وواژه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د تر لاسه شويو استخباراتي معلوماتو سره سم، پوليسو د دسمبر د ١١مې نېټې په شپه د پروان ولايت په سياګرد ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات پيل کړل چې پکې يې د ملا نعيم کور په نوم د طالبانو يو مهم قوماندان وواژه او ٣ تنه يې ټپيان کړل.

نعيم کور د طالبانو يوبد نام مشر و او کله نا کله يې پر حکومتي تاسيساتو او عامو خلکو بريدونه کول. د ده مړينه ښايي د پروان ولايت او شاو خوا سيمو د وسلوالو طالبانو لپاره يو سخت ګذار وي.

تر اوسه پورې طالبانو د ياد خبر په هکله هيڅ نه دي ويلي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای