CRI Online

پاکستان او چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالياتو د موافقه ليک درېيم تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-12-13 10:24:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د دسمبر په ٨مه نېټه د چين د مالياتو عمومي ادارې مشر وانګ جيون د يوه پلاوي په مشرۍ له پاکستان څخه ليدنه وکړه او د پاکستان د مالياتو له کميټې سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالياتو د موافقه ليک درېيم تړون لاسليک کړ.له دې تړون سره سم به د پاکستان د انرژۍ په پروژو کې د ګډون کوونکو چيني بانکونو لپاره ماليات لغوه شي.

د يادې کميټې مشر نثار محمد خان وويل چې له دې مخکې پاکستان د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په ابادولو کې ګډون کوونکو چيني تصديو ته د مالياتو د لغوه تګلارې برابرې کړې وې چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز د انرژۍ پروژو د ابادۍ بهير چټک شوی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای