د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان نړيوال هوايي شرکت د دسمبر په ١٢مه نېټه اعلان وکړ چې د ټولو اې تي ار ډوله الوتکو الوتنې بنديږي.
د دسمبر د ٧مې نېټې له غرمې وروسته د ياد هوايي شرکت د اې ټي ار - ٤٢ نومبر الوتکه له چترال څخه اسلام اباد ته د الوتنې په لاره کې ولويده چې له امله يې ٤٠ تنه ووژل شول. د هوايي شرکت په قول د يو انجن ستونزه د پېښې سبب دی. د دمسبر په ١١مه نېټه، د دې شرکت يو بل اې ټي ار ډوله الوتکه هم کراچۍ ته د الوتنې په وړاندې له تخنيکي ستونزې سره مخامخ شوه.
د پاکستان نړيوال هوايي شرکت وويل چې اوس د دې شرکت ټولې اې ټي ار ډوله الوتکې تر څيړنې او ازموينې لاندې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |