د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د افغانستان د ډېلي اوټ لوک ورځپاڼې خبر ورکړ چې په وروستيو ورځو کې د هند حکومت هغه يادښت منظور کړ چې له افغانستان سره د فضايي تخنيکونو په برخو کې يې لاسليک کړی دی.له دې يادښت سره سم به دواړه هېوادونه د ښوونې،کرنې،د هوا پېژندنې،مخابراتو،د چاپيريال او روغتيا،د ښارونو د پرمختګ په ګډون د فضايي تخنيکونو په برخو کې همکاري وکړي.
هند تل د افغانستان د بيا اعادې لپاره يو عمده مرستندويه هېواد دی.له ٢٠٠٢ کال راهيسې هند افغانستان ته د ٢ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |