CRI Online

انتونيو ګوتيريس د م م د نهمې دورې سرمنسي دنده پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-13 15:20:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې انتونيو ګوتيريس پر ځايي وخت د دسمبر په ١٢مه نېټه د يواويايمې دورې د عمومي اسامبلې په غونډه کې د لوړې کولو له لارې د نهمې دورې سرمنشي دنده پيل کړه او په خپله وينا کې يې د م م اصلاحات تائيد کړ.

(اواز.........) د روانې دورې د عمومي اسامبلې رئيس پيتر تومسن په مشرۍ انتونيو ګوتيريس د م م د منشور له مخې لوړه وکړه او ويې ويل چې دی به په احتياط او جدي توګه د م م د سرمنشي دنده تر سره کړي او د م م ګټو ته به ډېره پاملرنه وکړي.

ور پسې ګوتيريس په خپله وينا کې تر هر څه لومړی د م م د روانې دورې د سرمنشي بان کي مون احترام وکړ او په بېلا بېلو ساحو کې يې د ده د ليدو وړ خدمتونه وستايل .

هغه زياته کړه چې م م د څو اړخيزو کېدو بنسټ دی او بايد د بحران د مخنيوي په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.د م م د اصلاحاتو دری لوی ستراتيژيک ټکي دا دی چې د منځګړيتوب له لارې به سوله رامنځته کړي ،د دواملرونکې موخې او د م م په دننه کې د اصلاحاتو د تر سره کولو لپاره به هڅې وکړي.هغه وويل (اواز..........) اوس د م م له خوا د عملياتو د پيل وخت دی. م م بايد پر خپلو نيمګړتياوو ښه پوه شي او خپل کاري لارې چارې دې بدلې کړي .م م د څو اړخيزو کېدو بنسټ دی او د سلګونو کلنو سوله ييزو حالاتو د ساتلو لپاره يې خپل خدمتونه کړي دي، خو له اوسنيو ننګونو سره مقابله زمونږ له توان څخه وتلې ده.نو م م بايد خپلې لارې چارې بدلې او اصلاح کړي.

د منځګړيتوب له لارې د سولې د رامنځته کېدو په هکله ګوتيريس دې ته اشاره وکړه چې د م م په سوله ساتونکو عملياتو کې بايد نور څرګند افکار غوره شي.د شخړو مخنيوي او له منځه وړلو څخه د سولې تر ساتلو پورې بايد يو سيستم جوړ شي.د سولې ساتلو تر لارښوونې لاندې به مونږ د م م د سولې او د امنيتي ستراتيژۍ د عملي ميکانيزم د ښه کېدو لپاره هر اړخيز اصلاحات تر سره کړو.

د دواملرونکې موخې د تر سره کولو لپاره د م م د هڅو د يادونې په ترڅ کې هغه پر دې ټينګار وکړ چې د م م له غړو هېوادونو څخه ملاتړ ته دوام ور کړي تر څو د نړيوال وحدت ټينګ هوډ وښودل شي او له وروسته پاتې غړو هېوادونو سره د مرستو ژمنه هم پوره شي. په دې هکله به م م بيا پرمختګ د کارونو د مهم ټکي په توګه وبولي او د م م د پرمختيايي سيستم په هکله به هر اړخيز اصلاحات تر سره کړي.

په م م کې د اصلاحاتو په هکله هغه پر دې ټينګار وکړ چې هغه به په عمده توګه د شفافيت اسانېدو،د واک ورکولو او په چټکه توګه د کارونو تر سره کولو ته پاملرنه وکړي.سربېره پردې هغه به د م م د تبليغاتي ستراتيژۍ اصلاحات تر سره کړي او تبليغاتي وسيلې او ډګرونه به نوی کړي تر څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک د م م اواز ورسول شي.د دې ترڅنګ هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې د ماموريت په موده کې به تر خپلې وسې پورې د م م د نارينه او ښځينه کارکوونکو شمېر د برابرۍ لپاره هڅې وکړي.

د ده د لوړې نه مخکې د م م د عمومي اسامبلې د غړو هېوادونو استازو په چکچکو سره پرېکړه ليک تصويب کړ او له دې لارې يې د تقاعد شوي سرمنشي بان کي مون احترام او مننه وکړه او په تېرو لسو کلونو کې يې د م م لپاره د ده له نه ستومانه کېدونکو کوښښونو او خدمتونو څخه مننه څرګنده کړه.ور پسې بان کي مون په خپله وينا کې د ده د ماموريت په موده کې د م م پر وړاندې موجودې ننګونې يادې کړې او د بېلا بېلو هېوادونو له ملاتړ څخه يې مننه هم وکړه.هغه وويل (اواز............) هيله لرم چې د م م نوی سرمنشي او ټول غړي هېوادونه بری ومومي.پردې وياړم چې د م م او نړيوالو لپاره مې خدمتونه کړي دي .له تاسې ټولو څخه هم مننه کوم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای