CRI Online

کندز: ٥ وسله وال طالبان د ماين د ښخولو په وخت کې د چاودنې له امله وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-14 10:01:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د کندز ولايت پوليسو د دسمبر په ١٣مه نېټه وويل چې په همدې ورځ په دغه ولايت کې لږ تر لږه ٥ وسله وال طالبان په هغه وخت کې چې د ماين په ښخولو بوخت وو، د چاودنې په اثر وژل شوي دي.

د پوليسو مسؤل محمد قاسم جنګل باغ وويل چې په همدې ورځ يو شمېر وسله والو د کندز ولايت په شينواري سيمه کې ماينونه ښخول چې ناڅاپي ماين پرې وچاوديده او ٥ وسله وال يې ځای پر ځای ووژل.

کندز ولايت د افغانستان په شمال کې يو مهم ولايت دی چې مهم ستراتيژيک مقام لري.وسله والو طالبانو په پر له پسې توګه په دغه ولايت کې له حکومتي ځواکونو سره جګړې وکړې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای