CRI Online

د چبن حکومت کوښښ کوي چې تر ٢٠٢٠ کال پورې په ټول هېواد کې د ټولنيز ضمانت سيستم اجرا کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-14 16:13:18

په وروستيو کې د چين حکومت د ټولنيز ضمانت د نړيوالې ټولنې له خوا د ټولنيز ضمانت د وتلي حکومت جايزه تر لاسه کړه. د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت د ټولنيزې بيمې د ادارې مرکز منشي ښاغلي تانګ چي سونګ د دسمبر په ١٣مه نېټه په بيجينګ کې وويل چين به په راتلونکي کې د ټولنيز ضمـانت سيستم د تطبيق سيمې پراخې کړي څو چې تر ٢٠٢٠ کال پورې په ټول هېواد کې دغه سيستم اجرا شي.

د ټولنيز ضمانت د نړيوالې ټولنې په ٣٢مه غونډه کې چې تازه په پامانا کې ترسره شوې ، د چين حکومت ته له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې د ټولنيز ضمانت د وتلي حکومت جايزه ور کړه شوه چې د ټولنيز ضمانت په چارو کې د چين حکومت کوښښونه وستايل شول..

د شميرنې له مخې اوس مهال د چين په مستمري بيمې کې د ګډون کوونکو شمېر له ٨٧٠ مليونو تنو څخه، په طبي بيمې کې د ګډون کوونکو شمېر له ١٣٠ مليونو تنو څخه او د کارونو په بهير کې د ټپي کېدلو ، بي کارۍ او زېږون په بيمو کې د ګډون کوونکو شمير په جلا جلا توګه له ٢١٦ ، ١٧٨ او ١٨٢ مليونو تنو څخه اوښتی دی .

د ښاغلي تانګ په وينا اوس په چين کې د ټولنيز ضمانت داسی نظام پلی کېږي چې برخوالو شمېر يې د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی چې له امله يې د نړۍ په داسی نظام کې د برخوالو شمير يوولس سلنه زيات شوی په بله ژبه په ټوله نړۍ کې ددې نظام له نعمت څخه برخوالو انډول د نړۍ د ټولو نفوسو يو شپېته برخه نيسي.

(اواز)د برخوالو شمېر د زياتوالي له لحاظه اوسمهال د برخوالو ساحه له ښارونو څخه کليو ته ، له دولتي تصديو څخه بېلا بېلو تصديو ته او له کارکوونکو څخه بيکارانو ته خپره شوې ده چې له امله يې د خپرې شوې ساحې له پلوه د بېلا بېلو اقتصادي ملکيتونو ، د مختلفو کاري شکلونو او د کارکوونکو د بېلابېلو هويتونو ترمنځ حدود مات شوي او د ټولنيز ضمانت نظام معقوليت او په دې نظام کې د ګډون کولو امکانات زيات شوي دي ، نو ويل کېږي چې په چين کې د ټولنيز ضمانت داسې نظام پلی شوی دی چې ګډون کوونکي يې د نورو هېوادونو په نسبت زيات دي .

د ټولنيز ضمانت ساحو د پراخوالي لپاره په دوه زره څلورم کال کې په چين کې په بيمو کې د ټولو وګړو د ګډون پلان طرح او تطبيق شوی څو چې تر ٢٠٢٠ کال پورې ټول هېواوال د بېلابېلو بيمو له نعمت څخه برخمن وي .

ښاغلي تانګ وويل (اواز) د ياد پلان عمده دنده د بېلا بېلو اړوندو حکومتي څانګو د شمېرنې له انبار سره همکاری او شريک کول دي . د مثال په توګه د نفوسو او د بيمې ګډون کوونکو مالوماتو مقايسه کول او منظمول دي چې د هغو کسانو حالت تر لاسه شي چې يا يې په هيڅ بيمه کې ګډون نه دی کړی ، يا يې خپله بيمه قطع کړې ، يا يې په لازمه بيمه کې ګډون نه دی کړی او يا يې په مکررو بيمو کې برخمن دي څو چې د فرصت په کارولو سره په بيمو کې د ګډون کولو ښيګڼې تبليغ شی .

ښاغلي تانګ زياته کړه چې د رامنځته شويو خطرلرونکو مسلکونو په وړاندې د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت د يو بل سره د مرستې يو پلان طرح کړی څو چې د کار په وخت کې له ټپيانو سره مرسته وکړي .

(اواز) اوس ځينې خطرپېښېدونکي مسلکونه رامنځته شوي دي ، مثلا د ګړندۍ ليږدونې او انترنيټ کارکوونکي په بيمو کې نه شامليږي چې دا د ټولنيز صمانت په چارو کې يوه ضعيفه کړۍده . اوسمهال موږ په دې هکله هڅه کوو . د پلان له مخې موږ غواړو د روان کال تر پايه پورې د هېواد په اکثرو سيمو کې په بيمو کې د ټولو اوسېدونکو نومونو د ثبتولو کارونه ترسره کړو چې دا هم په بيمو کې د ټولو هېوادوالو د شموليت پلان د تطبيق او بشپړتيا يو مخکينی شرط بلل کېږي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای