CRI Online

جرمنی بېرته افغانستان ته کډوال ليږلی

cri     (GMT+08:00) 2016-12-15 09:22:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د دسمبر د ١٤مې نېټې په شپه د جرمني حکومت د احتجاج سره سره بېرته افغانستان لږ تر لږه ٥٠ کډوال ليږلي دي.د جرمني حکومت پلان لري چې څه د پاسه ١٢زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته وليږي.

د جرمني تلويزيون خبر ورکړ چې لومړۍ الوتکه چې په کې څه نا څه ٥٠ کډوال سپاره وو، د همدې ورځې په شپه د جرمني د فرانکفورټ له هوايي ډګر څخه د کابل په لور وخوځيده.د راتلونکي کال په جنورۍ کې به دوهمه الوتکه وليږل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای