CRI Online

د پاکستان سمندري ځواکونو د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ساتلو لپاره ځانګړی ځواکونه جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-12-15 09:32:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د ايکسپرېس تريبون ورځپاڼې د دسمبر په ١٤مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه اعلان وکړ چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز او د ګوادر بندر د امنيت د ساتلو لپاره يې ځانګړی ځواکونه جوړ کړي دي.د پاکستان د پارلمان د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د کميټې مشر مشاهد حسين سعيد وويل چې دغه ځانګړی ځواکونه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د امنيت د ضمانت لپاره ګټور دي.

د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د پاکستان د درستيزانو د ګډې کميټې مشر زبير محمد حيات ،د ځکمني، سمندري او هوايي ځواکونو لوی درستيز او په پاکستان کې د چين لوي سفير سون وی دونګ د نوموړو ځواکونو د جوړولو په مراسمو کې ګډون درلود.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای