CRI Online

پاکستان په بريالې توګه د بابر دويم کروز توغندی د توغولو ازموينه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-12-15 09:35:07

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان پوځ د دسمبر په ١٤مه نېټه وويل په همدې ورځ په بريالې توګه د بابر دويم کروز توغندی د توغولو ازموينه تر سره کړه چې دغه توغندی د GPS د نشتوالي په حال کې هم په دقيقه توګه خپل هدف په نښه کولی شي.

د پاکستان د دريو پوځونو مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دغه بابور دويم کروز توغندی د اول بابر کروز توغندی پر بنسټ فضايي انرژۍ او بريښنايي تاسيسات ښه کړی چې د ٧٠٠ کيلومترو په فاصيله کې په ځمکې او هم سمندر کې خپل هدف ويشتلی شي.

اعلاميې وايي چې دغه توغندی د شکل د پټولو توان لري او څو ګولی وړلی شي چې په پاکستان کې د مهمې ستراتيژيکې دفاعی وسلې په توګه ګڼل کېږي.

په همدې ورځ د پاکستان د درستيزانو د ګډې کميټې رئيسزبير محمد حيات د توغندی توغولو بهير وڅاره او ويې ويل چې د بابر دويم کروز توغندی د څيړنې او د ازمويښتې توغونې برياليتوب پړاويز اهميت لري او د پاکستان د نظامي دفاع توان يې پياوړی کړی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای