CRI Online

د روان کال له جولای څخه تر نومبر پورې د پاکستان د سوداګرۍ منفي بيلانس ٢٠ سلنه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2016-12-15 09:46:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د ډاون نيوز ورځپاڼې(dawn news ) د دسمبر په ١٤مه نېټه خبر ورکړ چې د روان کال له جولای څخه تر نومبر پورې د پاکستان د سوداګرۍ منفي بيلانس ١١ مليارډو ٧٧٥ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢٠ سلنه زيات شوی دی.

له څېړنې سره سم د لويې پيمانې بنسټيزو تاسيساتو په تېره بيا د سړکونو د ابادۍ له امله د وارداتو اندازه زياته شوې او په نومبر کې د نساجي جامو صادراتي اندازه زياته شوې ده.د صادراتو د پياوړتيا لپاره به د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ١٧٠ مليارډه روپۍ ولګوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای